د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1001694
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک د نوي حکومتي سیستم  په اړه  معلومات ورکړل. هغه وویل چې  د نوي حکومتي  سیستم سره  به د ترکیې اقتصاد  د اټکلونو نه هم  ډیره  وده وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې « زیبکچي : د امریکا پریکړه زمونږ لپاره کوم اهمیت نلري » د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  وویل چې  امریکا په خپلو متفقینو  غږ کړی دی چې  د نوامبر تر ۴ مې نیټه  د ایران نه د تیلو په وارداتو  بندیز ولګوي. هغه وویل چې د امریکا دا پریکړه  او غږ  زمونږ لپاره کوم اهمیت نلري.

د سټار ورځپاڼې « د توز ګولو د ګازو  د لویې ذخیرې  لپاره د یو عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو پوره  تړون لاسلیک شو.» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د توز ګولو په سیمه کې د ګازو  تر ټولو د لویو ذخیرو د جوړولو په خاطر  د نړۍوالو مالي سازمانونو سره د یو عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو پور تړون لاسلیک شو.

د ترکیې د انرزۍ او طبعي زیرمو وزیر  ددې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې ترکیې په اصل کې  د ملي انرژۍ او معدنونو سیاست  اعلان کړ.

د صباح ورځپاڼې « بودروم ته  د سیلانیانو څپه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د موغلا ولایت د بودروم  ولسوالۍ ته  د ۲۰۱۸ کال  په ترڅ کې د دویم ځل لپاره  سفر کوونکې  د مالیا د هیواد تر ټولو لویه  د ګرځندویانو  کښتۍ  راغله. په خبر کې راغلي دي چې دې کښۍ  ۲ زره او ۷۷ تنه  الماني  ګرځندویان  یادې شوې ولسوالۍ ته راوستي دي.

نوموړو  ګرځندویانو په بودروم  ولسوالۍ کې  د ګرځندوی  سکتور  هیلې راژوندۍ کړي دي.

د حرییت ورځپاڼې «  یو ځل بیا  راځم  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پاپ موسیقۍ افسانوي  سندر غاړې  او هنرمنده  اناستاسیا  د نړۍوالو کنسرتونو په چوکاټ کې  ترکیې ته راغلې ده.

امریکايي  سندر غاړې  تیره شپه  د بودروم ولسوالۍ د یالي کاواک په هوټل کې  کنسرت اجرا کړ.

هغه د کنسرت پر مهال وویل چې  په بودروم  ولسوالۍ مینه شوې ده . هغه وویل چې ددینه وړاندې استانبول ته راغلې وم  خو  بودروم  ځای جلا دی.

کله چې لومړی راغلم  ما ګومان نه کولو چې دا ځای  دې ترکیه وي. یو ډیره ښکلې  سیمه  ده. ددې سیمې  ښکلا  او جاذبه  انسان  خپل لورې ته راکاږي.

په ځانګړې توګه  د لمر د کیناستو  وخت  په نړۍ کې ساری نلري.



اړوند خبرونه