د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې په سمندر کې د بادي برښنا د ستیشن د جوړولو داوطلبي د اکتوبر په میاشت کې کیږي » د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق وویل چې په ترکیه کې به د سمندر د پاسه د نړۍ تر ټولو لوی د بادي برښنا د تولید ستیشن جوړ کړي. هغه وویل چې ددې ستیشن د جوړولو داوطلبي د اکتوبر په میاشت کې ترسره کیږي. هر چا چې دا داوطلبي وګټله ۴ میاشتې ورته د تیاریو په خاطر وخت ورکوو.
د ینې شفق ورځپاڼې « امریکا نن ترکیې ته اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې تسلیموي » د سرلیک لاندې لیکلي دي،د امریکا لخوا ترکیې ته د اف ۳۵ ډله پنځم نسل پرمختللو الوتکو د تسلیماتو بهیر نن رسمآ پیلیږي. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه د اف ۳۵ ډوله الوتکو د پروګرام شریک هیواد دی.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړو الوتکو تولیدونکی شرکت لوک هید مارتین د تکزاس د فورت ورت په خاطر نن دوه الوتکې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترکیې ته سپاري.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې سمندري ځواکونو په مدیترانه کې ستر تطبیقات ترسره کړل» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت سمندري ځواکونو د غازي ماغوسو په ټاپو کې د ژغورنې تطبیقات ترسره کړل. دا تطبیقات د پنځو هیوادونو نه د ۷ تنو ناظرینو لخوا ننداره کیدل. پدې تطبیقاتو کې د پوځیانو نه سربیره ملکي پرسونل هم ګډون کړی وو.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا د ګرځندوی په برخه کې یو بل ریکاټ هم جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت د ګرځندوی سکتور د دوو کلونو نه وروسته ستر بریالیتوب ترلاسه کړ. په خبر کې راغلي دي چې د روان کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې انتالیا ولایت ته د راغلو ګرځندویانو شمیره د ۴ میلیونو تنو ته اوښتې ده. ویل کیږي انتالیا ولایت په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل پدې اندازه د ګرځندویانو کوربه توب کړی وو چې سږ کال ریکاټ تازه کړ.
د صباح ورځپاڼې « جرمني باید په خټه ترک فوټبالر مسعود اوزیل د احسانونو مدیون اوسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په خټه ترک د نړۍ نامتو فوټبالر مسعود اوزیل تیره میاشت په لندن کې د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې او عکس اخیستو نه وروسته په جرمني کې د افراطي ډلو په هدف بدل شو. د ویلو ده چې په جرمني کې افراطي ډلو د سیالیو پر مهال مسعود اوزیل او ایلکای ګون دوغان ته سپکې سپورې خبرې کولې او د هغه د لوبې ممانعت به يي کولو. د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او د نوموړي هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې مشر د مسعود اوزیل په ملاتړ د نوموړو افراطي ډلو پر خلاف سخت غبرګون وښود.
همداشان تیره ورځ د جرمني د دیا ولټ ورځپاڼې د مسعود اوزیل نه د ملاتړ او د هغه د ستایلو په خاطر خپله لومړنۍ پاڼه هغه ته ځانګړې کړې وه.
ورځپاڼې جرمني د مسعود اوزیل د احسانونو مدیون ده تر عنوان لاندې خبر خپور کړی وو.