د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : د نتنیاهو لاسونه د فلسطینیانو په وینو سره دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل رسمي ټویټر حساب له لارې په خپور کړي پیغام کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. هغه په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو لاسونه د فلسطینیانو په وینو سره دي. هغه په ترکیې د بریدونو سره په خپلو جنایتونو پرده غوړولی نشي.
هغه ویلي دي چې « نتنیاهو د یو داسې هیواد او افراطي دولت چې د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې د بې دفاع او مظلوم ملت خاوره اشغال کړې او پدې اړه د ملګروملتونو ټولې پریکړې د خپو لاندې کړي لومړی وزیر دی.
حریت ورځپاڼې « د سولې مخنیوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په انقره کې په خپله وینا کې وویل « د امریکا لخوا د تل ابیب نه بیت المقدس ته د سفارت انتقال په اصل کې د سولې لمنځه وړو په برخه کې ښکاره اقدام دی. دا مسله زمونږ لپاره د منلو وړ نده. زمونږ لپاره د ذرې په اندازه اهمیت او ارزښت نلري. په بیت المقدس کې د امریکا سفارت پرانیستل د بې ګناه مسلمانانو د وینو د تویدو د یوې تورې لکې په توګه په تاریخ کې ثبت شوه. مونږ د اسراییلو لخوا په بې ګناه او مظلومو خلکو دا ظلمونه په کلکه توګه غندو او لعنت پرې وایو.»
د حریت ورځپاڼې « اردوغان د بلامبورګ سره مرکه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انګلستان ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد د بلامبورګ تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه. لومړي وزیر اردوغان پدې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل « کله چې ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې خپلې اړتیاوې د امریکا نه نشي ترلاسه کولی مجبور دی چې خپله چاره په خپله وکړي. »
د سټار ورځپاڼې « د تونس پخوانی ولسمشر : عربان د بیت المقدس په مسله کې باید د ترکیې نه سبق واخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تونس پخواني ولسمشر او د ډیموکراتیک انقلابونو نه د دفاع او عربي شورا ریس منصف المرزوقي په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترک ملت د دریځ او د هغوې نه د دفاع په خاطر مننه وکړه. هغه وویل په عربي هیوادونو او حکومتونو لږ تر لږه د یو دریځ د خپلو غږ کوم. هغوې د بیت المقدس په مسله کې په عربي هیوادونو غږ وکړ چې د ترکیې نه سبق واخلي.
د وطن ورځپاڼې « روس ګرځندویانو د رخصتۍ په خاطر یو ځل بیا ترکیې ته ترجیح ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې فدراسیون د ګرځندوی اژانس روس توریزم ویلي دي چې روسانو د کارګر د ورځې او د بري د رخصتیو په خاطر یو ځل بیا تریکې ته ترجیح ورکړه. یاد شوي اژانس ویلي دي چې د روس ګرځندویانو ۵۲ عشاریه ۳ سلنه د رخصتیو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو لویې کښتې په کوش اده سې کې لنګر واچو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مالتا د هیواد تر ټولو لویه کښتۍ چې د ټولې نړۍ نه د لیدو په خاطر يي سفر پیل کړی دی د ۸۵۰ تنو مساپرو سره یو ځای د ترکیې د ایدن ولایت د کوش اده سې ولسوالۍ کې لنګر واچو.
د کښتۍ مساپرو دوه ورځې په ایدن او شاوخوا ولایتونو کې تیرې کړې.