د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « اردوغان : ټرمپ په اسراییلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته د انتقالولو سره ستره خطا وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بي بي سي د عربي څانګې سره مرکه وکړه. ولسمشر اردوغان په سوریې د اسراییلو په بې ځایه بریدونو سخته نیوکه وکړه. همداشان ولسمشر اردوغان په ټرامپ د نیوکې سره وویل چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د هغه پریکړه ستره خطا ده.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لخوا امریکا ته خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي ویلي دي ترکیې د امریکا لخوا په فولادو او المونیم د اضافه مالیې لګولو په خاطر نوموړي هیواد ته خبرداری ورکړ. هغه وویل چې امریکايی چارواکیو ته مو غوڅ پیغامونه ورکړل. ترکیه به د روانې اوونۍ نه په اعتبار سره متقابل ګامونه اوچت کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ګرځندوی په سکتور کې د مې د میاشتې ریکاټ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د انتالیا ولایت په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ میلیونو تنو ګرځندویانو هدف ټاکلی دی. په خبر کې راغلي دي چې د مې میاشتې په لومړنیو لسو ورځو کې د تیر کال همدې لسو ورځو په پرتله انتالیا ولایت کې ۵۶ سلنه لا زیات ګرځندویان راغلي دي. دې ښار ته په اوسط ډول د ورځې ۴۷ زره تنه ګرځندویان راغلي دي. د ویلو ده چې د مې د میاشتې د لسمې نه په اعتبار سره پدې ښار کې د ګرځندویانو شمیره یو میلیون او ۶۷۰ زرو تنو نه واوښته.
د حریت ورځپاڼې « لومړنی ملي واکسین به په ۲۰۲۲ کال کې په تطبیق پيل شي »
د سرلیک لاندې لیکلي دي هیپاتیت ای ځايي واکسین د تولید په خاطر داوطلبي جوړیږي. د ترکیې د روغتیا وزارت د هیپاتیت ای ځايي واکسین د تولید د پروژې په چوکاټ کې داوطلبي جوړوي. هر شرکت چې دا داوطلبي وګټله ۱۲ کلن قرارداد ورسره کیږي. د قرارداد له مخې د روغتیا وزارت به د ۱۲ کالو لپاره خپل د اړتیا وړ واکسین ددې شرکت نه واخلي. همداشان ددې پروژې په چوکاټ کې به د ۲۰۲۲ کال نه په اعتبار سره په ټول هیواد کې د ځايي او ملي واکسین په تطبیق پیل وشي.
ددې سره به د بهر نه د واکسین وارداتو مخه ونیول شي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکېې د تکواندو ښځینه لوبغاړې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د تکواندو د ښځینه ټیم لوبغاړې نایفه کوش د اروپا د تکواندو د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې په ۷۳ کیلو وزن سیالۍ کې خپل روس رقیبې ته د ماتې په ورکولو سره د سرو زور مډال ترلاسه کړ.