د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان د نړۍ نه راغلې ماشومانو حضور ته ومنل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل ۲۳ مه په ترکیه کې د ملي حاکمیت د ورځ او د ماشومانو د ځانګړي اختر له امله د نړۍ د نږدې ۴۰ هیوادونو راغلي ماشومان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته ومنل.
د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ته د پ ک ک په برخه کې خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلی دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سولې د تاسیس او سولې د تداوم په سرلیک لاندې د ملګروملتونو د عمومي اجلاس په عالي غونډه کې د ګډون په خاطر امریکا نیویارک ښار ته سفر وکړ. بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د بلجیم د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزیر په بلجیم کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د فعالیت د کچې د لوړیدو نه په یادونې سره هغه ته د یادې شوې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په برخه کې خبرداری ورکړ. هغه ته وویل چې د یادې شوې ترهګرې ډلې پر خلاف باید قوي مبارزه وکړي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د اقتصاد وزیر د ترکیې او روسیې تجاري اړیکو په اړه ارزونې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي د ترکیې او روسیې ترمنځه د اقتصادي او تجاري اړیکو په اړه خبرو کولو په خاطر د روسیې ته سفر وکړ.
زیبکچي د روسیې په پلازمینه مسکو کې د روسیې او ترکېې د حکومتونو ترمنځه د کمیسیون د معادل ریس او انرژۍ وزیر الکساندر نو واک او روسیې د کرنۍ وزیر الکساندر کاچیف سره ولیدل.
د ترکیې د اقتصاد وزیر پدې لیدونو کې د دواړو هیوادونو په اقتصادي او تجاري اړیکو ارزونې وکړې او د موجودو اړیکو د لا پراختیا او پرتو خنډونو د لمنځه وړو په خاطر په ګډه د کار کولو په مسلې غور وکړ.
د سټار ورځپاڼې « علیوف ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د اپریل نن د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. په خبر کې راغلي دي چې د اذربایجان ولسمشر یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر ترکیې راکوي. هغه به په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکې همکاري د شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
د حریت ورځپاڼې « انګلیس ګرځندویان ترکېې ته رامات شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انګلستان کې سیاحتي شرکتونو په ۲۰۱۸ کال کې ۸۴ سلنه ډیر ګرځندویان ترکیې ته رالیږولو په خاطر وار د مخه هوټلونه ریزرف کړي دي.
په خبر کې راغلي دي چې سږ کال انګلستان ګرځندویانو د اسپانیا نه زیات ترکیې ته ترجیح ورکړې ده .