د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

944982
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  «  ګډه پریکړه وشوه. د سورېې د مځکنۍ بشپړتیا په اړه ګډ نظر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  پلازمینې  انقرې  تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  د ترکیې، روسیې  او ایران په ګډون د سوریې په اړه د درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب وکړ.

د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشرانو  د سرمشریزې نه وروسته  په ګده خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان پدې خبري غونډه کې  په سیمه کې د ټولو ترهګرو ډلو پر خلاف  په عینې شان  د مبارزې په مسلې ټینګار وکړ. د ایران  ولسمشر حسن روحاني بیا وویل چې درې واړه هیوادونه د سوریې په ټپونو د پټیو په لګولو مو تفاهم وکړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل چې  ترکیه ، روسیه او ایران د سوریې مځکنۍ بشپړتیا  او ملي یووالي ته  درناوی  لري  او پدې مسله کې همنظره دي.

د خبرترک ورځپاڼې  « پوتین  اردوغان د وړاندیز نه ملاتړ وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې  د سوریې په اړه د جوړې شوې  سرمشریزې نه وروسته  د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پدې غونډه کې وویل چې د ترکیې ولسمشر ښاغلي اردوغان  وړاندیز وکړ چې په سوریه کې  ټولو هغه سیمو ته چې بیړنیو روغتیايي خدماتو او درملو ته اړتیا لري باید  هر څه ژر  روغتیايي  مرستې ورسول شي . مونږ  ترینه  ملاتړ وکړ  او پدې اړه تفاهم ته ورسیدو.

د ینې شفق ورځپاڼې  « د سوریې په اړه د جوړې شوې سرمشریزې پریکړه لیک خپور شو »  د لیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په ګډون  تیره ورځ په انقره کې  د جوړې شوې  د سوریې په اړه  د درې اړخیزې سرمشریزې  پریکړه لیک خپور شو.

د درې واړو هیوادونو لخوا په ګډه په خپور شوي پریکړه لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیه ، روسیه او ایران  د سوریې مځکنۍ بشپړتیا ته  پوره درناوی لري  او پدې هیواد کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر  جوړ شوي  نوي  جریاتونه  په کلکه توګه  ردوي. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې  د ایران د ولسمشر حسن روحاني په غوښتنه  راتلوونکې سرمشریزه به په ایران کې  جوړه شي.

د صباح ورځپاڼې  « د اروپايي ټولنې هیت ترکیې ته راځي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر  او د ټولنې سره د غړیتوب د مذاکراتو سرمرکچي  عمر چیلیک وویل چې  د ټولنې لخوا ترکي وګړو ته  د ویزې د معافیت  د مسلې د څیړولو  په خاطر  د ټولنې  یو هیت  د روانې میاشتې په دننه کې د ترکیې نه لیدنه کوي.

هغه دا څرګندونې د ترکیې په ملي شورا کې  د بهرنیو چارو کمیسیون ته په وینا کې وکړې. هغه وویل چې د ویزې د معافیت  د مسلې په اړه يي  د اروپا د کمیسیون د ریس د لومړي مرستیال  سره  خبرې کړي دي. ټولنه به د روانې میاشتې په دننه کې  د نوموړې مسلې د ارزونې په خاطر یو هیت  ترکېې ته راولیږي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د استخباراتو په مرسته مو د دوو خونړیو بریدونو مخه ونیوله » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې فدراسیون د امنیت د سازمان مشر الکساندر بورتنیکوف  د مسکو د امنیت نړۍوال کنفرانس  ته په وینا کې وویل « د ترکیې او امریکا  متحده ایالتونو د استخباراتو  په واسطه مو  په نوي کال کې  په روسیه کې د دوو خونړیو بریدونو  مخه ونیوله. »



اړوند خبرونه