د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اروپايي ټولنې ته د ولسمشر اردوغان پیغام : د قوي ملاتړ تمه کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بلغاریا د وارنا ښار تیره ورځ د ترکیې او اروپايي ټولنې د سرمشریزې کوربه توب وکړ. د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګډون کړی وو. په خبر کې راغلي دي چې پدې سرمشریزه کې په ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب د بهیر په دوام ټینګار وشو.
ولسمشر اردوغان د سرمشریزې نه وروسته د خبري غونډې ته وویل « د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزه د اروپايي ټولنې د امنیت سره ډیره زیاته مرسته کوي. مونږ ددینه وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د بې ځایه نیوکو او ناحقه تورونو پر ځای د قوي ملاتړ تمه کوو. راځۍ چې مرفح، قوي او د استقرار ټاټوبی اروپا په ګډه سره جوړه کړو. په ګډه سره کار وکړو. »
د خبرترک ورځپاڼې « د زیتون څانګې عملیات به په تل رفعت او منبیج کې دوام وکړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې ځواکونو ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د فراټ ډال سره پيل شوي او د زیتون څانګې سره روانو نظامي عملیاتو لمن به تل رفعت او منبیج سیمو ته وغځول شي. په پام کې ده چې د سوریې په شمال کې د عفرین نه حلب لوري ته تر ۳۰ کیلومترۍ سیمې پورې د امن سیمه جوړه کړې شي. دې موخې ته د رسیدو په خاطر د تل رفعت د سیمې نیول شرط دي ځکه چې نوموړی سیمه د مینناګ هوايي ډګر په څیر د مهمو لوژیستیکي هډو کوربه توب کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د منبیج خلک به د ترکیې وسله والو ځواکونو نه د ګلانو سره هر کلی وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په سوریه کې د یو زیات شمیر ښارونو چې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي تر کنټرول لاندې دي د ترکیې نه مونږ ددې ظالمونو د شر نه وژغورۍ غوښتنه کړې ده .
د سوریې د منبیج ښار مهم قومي مشر عبدالرکریم الفاهل د ترکیې نه د مرستې غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي چې د منبیج خلک د ترکیې د وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې د ځواکونو لار څاري . د منبیج خلک به د ترکي ځواکونو نه د ګلانو سره هر کلی وکړي.
د سټار ورځپاڼې « د پاتریوت توغندی وړاندیز واشنګټن وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند بکر بوزداغ وویل چې د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې امریکا ترکیې ته د دفاعي توغندیو سیستم پاتریوت وړاندیز کړی دی. هغه وویل چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي دي چې تیار دي په ترکیې پاتریوت دفاعي توغنديو سیستم وپلوري. هغه وویل چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ولسمشر اردوغان ته وویل کیدای شي چې امریکا په ترکیې د پاتریوت دفاعي توغندي وپلوري. ولسمشر اردوغان يی په ځواب کې ویلي دي چې ډیره ښه ده، دا مسله به زمونږ د دفاعي توغندیو سیستم نوع ډیرې او قوي کړي. ترکیه حاضره ده چې دا سیستم وپیري.
د حرییت ورځپاڼې « د انکا د الوتنې او کیناستو سیستم په نوې ملي تکنالوژۍ سمبال شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو د صنایع لخوا تولید شوي د انکا په نامه بې پیلوته الوتکې په لا پرمختللي د الوتنې او کیناستو په سیستم سمبال شوې . ویل کیږي دا نوې تکنالوژۍ هم د یو ځايي شرکت لخوا تولید شوې ده . ددې تکنالوژي ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته ورسیدل. ویل کیږي د انکا بې پیلوته الوتکو د الوتنې او کیناستو سیستم د اوتوماتیک کولو سر بیره په قوي رادارونو هم سمبال شوی دی. د نوي تکنالوژۍ سره کولی شي چې په ډیرو حساسو موقعیتونو کې هم معلومات راټول کړي.
ددې تکنالوژۍ سره به دا الوتکې لا په باامنه توګه الوتنې وکړي.