د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

937471
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي ، د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې د عفرین سیمه  د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه د پاکولو نه وروسته  ترکیې د عفرین د ملکي وګړو د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو  او په سیمه کې ژوند  نورمال حالت ته د راګرځولو په خاطر  نسټونې بډوهلي.

د ترکیې سره میاشت  جګړه ځپلو او اړینو خلکو ته  پخه ډوډۍ ورکوي. همداشان  د اوبو او روغتیايي خدماتو  په خاطر  په چارو پيل کړی شوی دی.

په خبر کې راغلي دي د ترکیې سرې میاشتې  عفرین ښار ته د وسله وال پوځ  د پرمختګ پر مهال  د سیمې په  خلکو د خوراکي موادو  په ویشلو پیل کړی وو. همداشان  د عفرین ښار د مرکز د نیول کیدو نه وروسته  سیار تنورونه  او د داشونو  او پخنلنځیو په جوړولو پیل کړی دی.

دا سیار داشونه او پخنلنځي  د سیمې پر خلکو پخه  ډوډۍ  ویشي.

د ترکیې د سرې میاشتې  ریس  کریم قناق  خبري رسنیو ته وویل « هرې سیمې ته  چې د ترکیې د وسله وال پوځ  او  بیرغ  ورسیږي په هغه سیمه کې نوې هیلې او امیدونه راژوندي کیږي. د سیمې  د خلکو د ټولو اړتیاوو  د پوره کولو په خاطر به دلته فعالیت ته دوام ورکړو. »

د ینې شفق ورځپاڼې  « د ترکیې  د هوا نه هوا ته د توغندیو چارې په ۲۰۲۰ کې پایته رسیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیې ملي توغندي  او هوا نه هوا ته د توغندیو  سیستمونه  په استانبول کې جوړ شوي د دفاعي صنایع په نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. په خبر کې راغلي دي چې  په ترکیه کې  په ډوه ډوه نوو توغندیو ګوک دوغان او بوزدوغان  چارې دوام لري. د ویلو ده چې  دواړو توغندیو د مځکې نه هوا ته  امتحاني  پړاونه سرته رسیدلي دي.د ویلو ده چې  ددې توغندیو نه  به د دفاعي سیستم په برخه کې هم  کار واخیستل شي.

په ازمایښتونو کې  ددې توغندیو  دفاعي سیستم  وازمایل شو. د ویلو ده چې  په روان میلادي  کال کې به  د ازمایښتونو په چوکاټ کې  په هدفونو او وروسته د الوتکې نه  په توغولو  کار وشي. په ۲۰۲۰ کال کې به پروژه سرته ورسیږي  .

د وطن ورځپاڼې  «  دا عملیات  په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې ترسره شو. » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انقرې پوهنتون د طب فاکولتې عصبي جراحي  څانګې  د دا وینجي  روبوت  سره  د کوپړۍ  لاندې  د تومور عملیات  ترسره کړ. دا لومړی  دی چې داسې یو عملیات ترسره کیږي. د عملیات  یوې ۵۰ کلنې میرمنې ته ترسره شوی دی. دا واقعه په نړۍ کې لومړنۍ واقعه وه . دا عملیات  د متخصص ډاکټر امید ایراوغلو لخوا  ترسره شو. د عصبي جراحي  د عملیات لپاره  دا روبوت  په خصوصي ډول  ډیزاین شوی دی.

د حرییت ورځپاڼې « غواړم  ددینه وروسته په ترکیه کې ژوند وکړم  » د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ  مشهورې  حجاب لرونکې  موډلې  حلیمه  عدن  په یو فیشن شو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلې وه. د نړۍ په کچه مشهورې  موډلې  د ترکیې ډیر زیات تعریف او توصیف  وکړ. هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې د استانبول  فاسفورس  تنګۍ  د انځورونو د خپرولو سره  ویلي دي غواړي چې ددینه وروسته  پدې ښکلي  ځای کې ژوند وکړي. هغه ویلي دي  غواړي ترکیې ته کډه وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ایورتون د لوبډلې افسانوي لوبغالي  ترک لوبغالی چینک توسون وستایه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ایورتون په لوبډله کې  لوبه کوونکی  ترک لوبغالي چینک توسون  په تیرو  ۳ سیالیو کې  د ۴ ګولونو په اچولو  سره  په انګلستان کې  د ټولو پام  ځانته  جلب کړی دی.

د انګلستان د ایورتون د لوبډلې افسانوي  لوبغالي دونجان فرګوسن د جینک توسون  ډیره ستاینه وکړه او وویل چې ډیر بریالی  او د ستایلو وړ لوبغالی دی. هغه وویل ګمان کوي چې  توسون به  د ایورتون لوبډلې لپاره ډیر زیات ګولونه  ووهي.



اړوند خبرونه