د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

935794
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې وکړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان  تیره شپه  د خپل امریکايي سیال سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن خبري رسنیو ته وویل چې  پدې ټیلیفوني خبرو کې  په متقابلو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وشوې.

هغه وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې   د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اړیکو د ناوړه اغیزو د مخنیوي په خاطر  د حساسیتونو په نظر کې نیولو باندې تفاهم وشو.

د سټار ورځپاڼې  « ترکیې امریکا ته  خبرداری ورکړ »  د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ  د انادولو خبري اژانس سره  په مرکه کې  د مهمو مسلو په اړه ارزونې وکړې. ورځپاڼې  لیکلي دي  د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په اړه وویل « عفرین ښار راتلوونکی او برخلیک باید پخپله د عفرین د خلکو لخوا وټاکل شي.دا ښار باید د همدې ښار د اصلي اوسیدونکو لخوا اداره کړې شي. پدې اړه  چارې دوام لري. د عفرین  په اداره کې به  د نفوس په مطابق  استازي وټاکل شي. هغه وویل چې  ترکیه  هغه سوري کډوالو نه  چې  په خپله خوښه  هیواد ته ستنیږي  ملاتړ کوي.

هغه وویل لکه څرنګه چې مو  مخکې په جرابلس کې  مرسته کړې وه  دلته به يي هم  وکړو. هغه  د منبیچ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « که چیرې  امریکا  په جوړ شوي  پلان  عمل ونکړي  د ترکیې لپاره یواځې  یوه لار پاتې کیږي چې هغه هم  په سیمه کې د ټولو ترهګرو نابودي ده. »

د وطن ورځپاڼې  « اکار: عفرین خلکو  خپلو سیمو ته په ستنیدو پیل کړی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ستر درستیز ستر جنرال خلوصي اکار  وویل چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا  د سوریې د عفرین  هغه سیمو ته  چې  د ترهګرو او چاودیدونکو توکو او ماینونو نه  پاکې شوي دي  عفرینیانو  په بیرته ستنیدو پیل کړی دی.

هغه په عفرین کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ  کې د ټپي شوو  ۱۵۷ تنو سرتیرو  د روغتیایي حالت په اړه هم  معلومات ورکړل. هغه ویلي دي چې  د وسله وال پوځ  په لسګونو تنه  سرتیري  د زیتون څانګې په عملیاتو کې د ټپي کیدو او بیرته تداوۍ سره نه وروسته  په خپله خوښه  عملیاتو ته  ستانه شوي دي.

هغه وویل  د  یو داسې  اردو  مشري کوي  چې  په نړۍ کې  ساری  نلري. هر فرد يي  زمونږ  لپاره د افتخار  او ویاړ  سرچینه  ده. مونږ  پرې  ویاړو.

د خبرترک ورځپاڼې  « مرستیال لومړي وزیر د جي شل غونډې په اړه ارزونې وکړې»

د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک  په ارجنټاین کې  جوړه شوې  د جي شل سازمان د وزیرانو  د غونډې په اړه  معلومات ورکړل. هغه وویل چې پدې غونډه کې  د نړۍوال اقتصادي ودې په مسلې خبرې وشوې.

د ینې شفق ورځپاڼې  « روسیې  ۴ نورو شرکتونو ته هم  د ټماټرو یا رومي بانجانو د واردولو  اجازه ورکړه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د غلې د امنیت ادارې  ویاندې خبریالانو ته وویل چې  د مارچ د ۲۳ مې نیټې نه په اعتبار سره ۴ نورو ترکي شرکتونو ته هم  د ټماټرو یا رومي بانجانو  د واردولو  اجازه ورکړې ده .

 



اړوند خبرونه