د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د چانکایا په ماڼۍ کې د سومالیا د لومړي وزیر حسن علي خیري سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر ییلدرم په نوموړي خبري غونډه کې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د مشر مسعودي برزاني لخوا د نامشروع ټولپوښتنې اړوند د وړاندیز په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د کوردانو فدرالي اداره چې څه پریکړه کوي ژر دې وکړي. فدرالي ادارې د خپلو خطاګانو منفي پایلې په خپلوسترګو ولیدې.
همداشان د ټولپوښتنې په اړه د برزاني وروستی وړاندیز د رامنځته کړو تخریبانو جبران نشي کولی. هغوې غلط حساب کړی وو. غلط حساب کتاب د انقرې، بغداد او تهران نه بیرته راستون شو. ددینه وروسته به ترکیه د عراق او ایران سره په ګډه د سیمې د امنیت او استقرار په خاطر د ترهګرۍ پر وړاندې لا فعاله مبارزه وکړي. »
د وطن ورځپاڼې « زیبکچي د الماني بانکونو اړوند ادعاګانو ته ځواب ووایه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي د الماني بانکونو اړوند هغه ادعاګانې چې په ترکیه کې د خپلو فعالیتونو کچه راټیټوي بې بڼسټه وبللې.
وزیر زیبکچي د ترکیې د بهرني تجارت او اړیکو د کمیټې لخوا جوړه شوې د ترکیې او ازبکستان د سوداګریزې غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه په ترکیه کې د جرمني بانکونو د فعالیتونو د کچې د راټیټولو اړوند د ادعاګانو په ځواب کې وویل « دا ټولې بې بڼسټه ادعاګانې دي. دا په اصل کې د دښمنانو لوبې دي. الماني بانکونو او اړوند ادارو دا ادعاګانې په په کلکه توګه رد کړي دي. »
د حرییت ورځپاڼې « یوناني وزیر : اردوغان یونان ته سفر کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس کوجایس ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د نوامبر د میاشتې په وروستیو کې د یونان نه لیدنه وکړي. هغه ویلي دي چې د دې سفر دقیقه نیټه معلومه نده خو د نوامبر د میاشتې په وروستیو کې به ترسره شي.
هغه خبري غونډې ته وویل چې د تیرې سې شنبې په ورځ ولسمشر اردوغان ته یونان ته د سفر په خاطر رسمي بلنلیک وړاندې شوی دی . هغه وویل چې ولسمشر اردوغان زمونږ بلنې ته لبیک ووایه او وویل چې په نږدې وخت کې به دا سفر ترسره کړي. هغه وویل ترکیې ته د سفر پر مهال د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړه. په لیدنه کې یونان ته د راتښتیدولو کودتاچي عسکرو په مسلې هم خبرې وشوې.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د انادولو بیمې شرکت د نوي تکنالوژیک سیستم په فعالولو سره هیوادوالو ته ډيرې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
هیوادوالو د شرکت د نوي ځیرک پروګرام په واسطه د ۵ ثانیو په څیر په کمه موده کې خپلې چارې ترسره کولی شي.