د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

820050
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر ترک ورځپاڼې  « غځولی لاس ردولی نشو »  د سرلیک لاندي لیکلي دي، د عراق په شمال کې د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه  د بیلتون په موخه  ترسره شوي نامشروع  ټولپوښتنې  د ترکیې سربیره د نړۍ سخت غبرګونونه پارولي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې ددې اقدام  نه  د سیمې په سینه کې  د خنجر د خښولو په توګه  یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه او عراق کې  هر پرمختګ  د ترکیې د کورنیو چارو سره  تړاو لري. ولسمشر اردوغان  وویل « غواړم یو ځل بیا ووایم مخکې ددینه چې وخت د وخته  تیر شي  غځیدلی  هر د ښه نیت  لاس  نیسو. »

د وطن ورځپاڼې  « د هیچا سره د جګړې پلوي نه کوو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به په عراق او سوریه کې نوو دولتونو جوړولو ته  هیڅوخت  اجازه ورنکړي. ترکیه نه غواړي چې د چا سره جګړه وکړي. د ترکیې موخه د چا سره  جنګ جدال کول ندي. خو که چیرې  هر څوک  زمونږ  د هیواد ملي امنیت ته ګواښ جوړ کړي د جګړې نه ورسره  ډډه هم  نه کوو.

د حرییت ورځپاڼې  « د ترکیې ملي جنګي الوتکه به هر څه ژر الوتنه وکړي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ملي دفاع وزیر نورالدین جانکلي وویل چې  د ملي او ځايي جنګي الوتکې پروژه به په ډیره لنډه موده کې  سرته ورسیږي. انشاالله چې  د TF-X په نامه  ملي  جنګي الوتکه به  په ډیره کمه موده کې  د هیواد په اسمانونو کې  په دنده  پیل وکړي.

د صباح ورځپاڼې  « ترکي کښتۍ  ۷۵ تنه کډوال وژغورل  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ازمیر ولایت نه د امریکا  متحده ایالتونو پر لورې روانې د ترکي کښتۍ  کارکوونکو  په مدیترانه کې  ۷۵ تنه کډوال چې ښځې او ماشومان هم  پکې شتون درلود  او د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول  وژغورل. په خبر کې راغلي دي چې  په مدیترانه کې د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه. د یونان  د سواحلو  د امنیت  پولیسو  د سیمې نه تیریدونکي  د ترکیې کښتۍ نه د مرستې غوښتنه وکړه.

د ترکي کښتۍ  کارکوونکو  ۷۵ تنه عراقي او سوري کډوال چې ۱۷ تنه يي ماشومان او ۱۲ تنه يي ښځې وې  له مرګه وژغورل  او یوناني مقاماتو ته يي تسلیم کړل.

سټار ورځپاڼې  « د ترکانو قهرماني  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فرانسې د مال هوس  په ښار کې  د رامنځته شوې  اورلګیدنې  چې پنځو تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ مخه  ترکانو  ونیوله. په خبر کې راغلي دي که چیرې  ترکانو په وخت سره مداخله نوې کړې  اورلګیدنې له امله به لا ستر فلاکت  رامنځته شوی وې.

په خبر کې راغلي دي چې  اورلګیدنه  د یو پنځه پوړیزې ودانۍ په زیرزمیني  پوړ کې رامنځته شوه چې په لنډه موده کې  ټول اپارتمان  د اغیزو لاندې ونیو. د اور وژنې ډلې ته خبر ورکړ شو خو د اور وژنې ډله په خپل وخت  راونه رسیده. ددې سره  په سیمه کې میشتو ترکانو د خپلو ځانونو په بیه  مداخله وکړه او په اپارتمان کې  میشت خلک يي تخلیه  او له مرګه يي وژغورل.



اړوند خبرونه