د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

807007
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « د اس ۴۰۰ تړون ټول وارخطا کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ښاروالانو غونډې  ته په وینا کې د روسیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې « ډیر مهم ګامونه مو اوچت کړل، د روسیې سره مو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  په اړه تړون لاسلیک کړ  لویدیځې نړۍ نه وارخطا شوی دی. ایا مونږ  د داسې  یو تړون  حق نلرو. څه مو کړی  وای  ستاسې په تمه  ناست وای. مونږ  خپله چاره  پخپله  کوو. په ټولو امنیتي برخو او نقطو کې  تدابیر نیسو  او نیولو ته  دوام  ورکوو.»

د خبرترک ورځپاڼې  « امریکا د وای پي جي ترهګرو ته قاچاقي وسلې ورکوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فورین پالیسي  په مجله کې د خپرې شوې ادعا له مخې  امریکا متحده ایالتونه  په سوریه کې د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه  د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګې  وای پي جي  او دیته ورته نورو ترهګرو ډلو ته  د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قاچاقي وسلې او مهمات  ورکړي دي.

ویل کیږي داسې ګمان کیږي چې امریکا په راتلوونکو پنځو کلونو کې  د وای پي جي ترهګرو  سروه  د ۲ عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت  وسلې ورکړي.

په ادعا کې راغلي دي چې امریکا  د پخواني شوروي اتحاد د دورې د وسلو د مدرنیزه کولو نه وروسته  د نړۍوال کنټرول نه  د پټولو سره  ترهګرو ته  تسلیم  کوي. امریکا پدې ډول  هر ډول اسناد او شواهد پټ ساتلي دي.

د سټار ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د الوتنو تعلیمي مرکز  د شانداو مراسمو په ترڅ کې  پرانیست.

د صباح ورځپاڼې  « د هیراکلیس لهد تیګه  ترکیې ته راستون شو »  د سرکیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دا تاریخي اثر چې نږدې پنځوس کاله مخکې د قاچاق  شوی  وو بیرته هیواد ته راستون کړی  شو.

په خبر کې راغلي دي چې یاد شوی تاریخي  اثر د سویس د ګمرک د پولیسو لخوا نیول شوی وو چې  د نوموړي هیواد  جینیوا په ښار کې  د ترکیې د ګرځندوی او کولتور وزارت مقاقاتو ته  وسپارل شو.

نوموړی تاریخي اثر به د انتالیا ولایت په تاریخي موزیم کې  نندارې ته وړاندې شي.

د ترکیې د فوټبال د لوبډلو نه  بیشکتاش  د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې  د پورتګال  هیواد  د لوبډلې ته  لوبه وکړه. د بیشکتاش لوبډلې  ۳ د یو په مقابل کې  د پرتګال  لوبډلې ته ماتې ورکړه.



اړوند خبرونه