د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د جولای د پنځلسمې په میلیونونو تنه قهرمانان » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان د جولای د پنځلسمې کودتا د شهیدانو د څلي په پرانیست وینا کې وویل « داستانونه یو قهرمان لري خو د جولای د ۱۵ مې داستان بیا میلیونونو ته قهرمانان لري.»
ولسمشر اردوغان وویل د جولای پنځلسمه په ترکیه کې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځې په توګه اعلان شوې ده . د همدې امله د جولای د ۱۵ مې ستر خیانت به هیڅلکه هیر نکړو او اجازه به ورنکړو چې هیر کړی شي.
ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې نن ورځ مونږ د چناق کلا د خپلواکۍ جګړه او ستر ظفر هیرولی نشو او د هغې مبارزې نه لازم درس اخلو د جولای ۱۵مې پيښې ته هم د نوي پیل په سترګه ګورو.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د جولای په ۱۵ مه د لیکلي داستان لمانځنې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جولای د پنځلسمې ناکامې کودتا د لومړۍ کلیزې په خاطر په استانبول او انقره کې جوړو شوو مراسمو او پدې مراسمو کې د میلیونونو تنو ګډون د نړۍ په مطبوعاتو کې پراخه انعکاس وموند. د نړۍ ورځپاڼې پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان وینا هم خپره کړې ده .
د جرمني د بیلډ ورځپاڼې په استانبول کې ستره غونډه د سرلیک لانډې خبر خپور کړی وو. د ناروې د افن پوستن مشهورې ورځپاڼې بیا په زرګونو تنه ترکان په لاسونو کې د بیرغونو سره لارو او کوڅو ته ووتل د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی .
یادې شوې ورځپاڼې په خبر کې لیکلي دي چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا د لومړنۍ کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې ډیرو زیاتو خلکو ګډون کړی دی.
د فرانسې د لي موند ورځپاڼې هم د جولای د پنځلسمې د ناکامې کودتا د لومړنۍ کلیزې مراسمو په اړه خبر خپور کړی دی. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکان د ناکامې کودتا نه وروسته د لیکلي داستان لمانځنه کوي.
د حرییت ورځپاڼې « د نړۍ نامتو هنرمنده لیف ټايلر ترکیې ته راغله » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د سینما نامتو لوبغاړې او هنرمنده لیف ټایلر د ایفس انتیک ښار چې د یونسکو سازمان په تاریخي میراث لست کې ځای لري لیدنه وکړه.
په خبر کې راغلي دي چې ټایلر د خپلو ماشومانو او کورنۍ سره یو ځای د ازمیر ایفس انتیک ښار نه لیدنه وکړه. هغه د ښار د تاریخ په اړه د لارښود نه پوره معلومات واخیستل.
هغې په یاد شوي انتیک ښار کې ډیر زیات عکسونه واخیستل.
د صباح ورځپاڼې « احمد ارسلان نړۍواله اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې نامتو منډه وهوونکي احمد ارسلان په جرمني کې جوړه شوې د په جیګه د ځغاستي په سیالۍ کې د نړۍ قهرماني ترلاسه کړه. په خبر کې راغلي دي چې احمد ارسلان پدې سیالۍ کې ۴۰۰ متره مخ په لوړه واټن په ۳ دقیقو۳۱ ثانیو او یوې ثلاثه کې ترسره ورسو. همداشان د جرمني استازي انتون په یوې ثانیه کې لویه د لاسه ورکړه.
پدې سیالۍ کې په ښځینه برخه کې بیا د ترکیې استازې ایجه باقجي ۶ م لمبر ترلاسه کړ.
احمد ارسلان د قهرمانۍ د ترلاسه کولو نه وروسته خبري رسنیو ته وویل چې دا يي پنځلسمه سیالي وه او ددې سیالۍ ګټل د هغه لپاره ځانګړې اهمیت لري. هغه ویلي دي چې د نړۍ د اتلولۍ د ترلاسه کولو له امله ډیر خوښ یم.
د وطن ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو په خو لسو اشپزانو کې یو هم ترک اشپز دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ماردین ولایت نامتو اشپزه ایبرو بای بارا دیمیر د نړۍ تر ټولو په مهمې د اشپزۍ په سیالۍ کې په لومړنیو لسو کې ځای ونیو. هغې تر ټولو د ټکړه لسو اشپزانو په منځ کې د ځای نیولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.
هغې ویلي دي که چیرې ددې سیالۍ جایزه چې سل زره ایرو ته وګټي دا پیسې به د ټولنیزو مرستو په برخه کې په مصرف ورسوي.