د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « جرمني انتحار کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې جرمني په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو سره مونږ ته د غونډې او لیدو کتو د اجازې د نه راکولو سره په اصل کې انتحار کوي.
ولسمشر اردوغان د جرمني د هامبورګ په ښار کې جوړیدونکي د جي شل سازمان د سرمشریزې نه مخکې د نوموړي هیواد د بعضو خبري ارګانونو سره مرکه وکړه.
ولسمشر اردوغان د جرمني لخوا د جي شل سازمان د سرمشریزې نه وروسته په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو سره ددې د لیدنې او غونډې د مخنیوي په اړه په برلین سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې دا په اصل کې د جرمني لپاره ښکاره انتحار دی.
د سټار ورځپاڼې « د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د جولای په ۹ مه نیته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې استانبول ته راځي. ټیلرسن به په استانبول کې د جګپوړو چارواکیو سره لیدنه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې وزیر ټیلرسن به د جرمني په سفر کې د ولسمشر ټرامپ سره ملګرتیا وکړي او وروسته به د جولای په ۹ مه نیټه اوکراین ته لاړ شي. همداشان په اوکراین کې به د ولسمشر پترو پوروشینکو سره د لیدنې نه وروسته ترکېې ته سفر وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د برښنا د پرچاوۍ د مخنیوي په برخه کې ریکاټ » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق وویل چې د یو نیم کال راهیسي د برښنا د ویش او عمومي بڼسټونو د نوي کولو د چارو نه وروسته مو د برښنا د پرچاوي د مخنیوي په برخه کې ریکاټ ټینګ کړ.
هغه وویل د جولای په دریمه نیټه په یو ساعت کې د ۹۲۷ عشاریه ۸ میلیونو میګاواټه برښنا جریان پرته د پرچاوۍ ترسره شو چې دا یو ریکاټ وو.
هغه وویل چې په ترکیه کې د برښنا د بڼسټونو د نوي کولو په خاطر ۳۰ میلیارده ترکي لیرو په ارزښت چارې پیل شوي دي.
د وطن ورځپاڼې « د استانبول، انقرې او ازمیر په هوايي ډګرونو کې د وجود سکنر ماشینونونه ځای په ځای کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ترکیې نه نوموړي هیواد ته په مخامخ الوتنو کې په الکترونیک توکو د لګولي بندیز د لرې کولو نه وروسته ترکیې په لازمو تدابیرو نیولو پیل وکړ. ترکیه غواړي چې د استانبول ، انقرې او ازمیر په هوايي ډګرونو کې د انسان د وجود د سکنر ماشینونه نصب کړي.
لومړی د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ددې ماشینونو په نصبولو پيل شوی دی . دا ماشینونه د انسان په وجود هر ډول غیرې قانوني شیان په ډیره اسانه توګه پیدا کوي.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د ملي لامبو وهونکي امید جان ګوریش په اسراییلو کې جوړه شوې د لامبو په نړۍواله اتلولۍ کې د سرو زور د مډال په ترلاسه کولو سره د خپل مور سره کړې ژمنه پر ځای کړه. هغه وویل چې ددې اتلولۍ د ترلاسه کولو له امله ډیر خوښ یم.