د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د سر پټو تحریمونو په مقابل کې ملي پروژې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې د تیرو ۱۵ کلونو په دننه کې د دفاع صنایعو په برخه کې د اوچت کړو ګامونو سره ډیرې زیاتې لاسته راوړنې کړي دي. په همدې چوکاټ کې ترکیې تیره ورځ یوه بله ضد د تحت البحري جنګي کښتۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اوبو ته ښکته کړه.
پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره ګڼ شمیر عسکري او ملکي جګپوړو چارواکیو ګډون کړی وو. ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې په خپله وینا کې د دفاعي صنایعو په برخه کې د ملي پروژو په اهمیت ټنیګار وکړ او وویل « که چیرې مونږ د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې ملي پروژو او خوکفايي ته توجه کړي نوی نن ورځ په ترکیې لګول شوو سرپټو تحریمونو له امله به مو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د هیواد نه بهر عسکري عملیات ترسره کولی نشوې. »
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله ترکیه به خپله ملي د جنګي الوتکو لیږدونکې لویه جنګي کښتۍ هم جوړه کړي. پدې اړه عظیمه او قوي اراده لرو. هیڅډول اندیښنه نلرو.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ایژې سمندر کې د یونان لخوا پارونکی اقدام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان سمندري ځواکونو اړوند د کښتۍ نه د ترکیې اړوند په یوې باروړونکې کښتۍ ډزې وکړې. یونان امنیتي مقاماتو ویلي دي چې په یاده شوې کښتۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق په اړه راپور ترلاسه کړی وو . ترکیې د یونان دا اقدام په کلکه توګه وغنده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان د امنیتي ځواکونو لخوا په ترکي کښتۍ د ډزو په غبرګون کې وویل « د یونان لخوا په ترکي کښتۍ وسله وال برید چې د انسان ژوند يي په هیڅ شمیرلې په قوي توګه غندو. د ترکیې د دوو بندرونو ترمنځه د بار په انتقالوونکې کښتۍ د هر لامل له امله چې وي څوک د ډزو کولو حق نلري. په راتلوونکې کې د دا ډول پیښو د نه تکراریدو په خاطر لازمه ده چې ددې پیښې په اړه معلومات د نړۍوالې ټولنې سره شریک کړو. »
د حرییت ورځپاڼې « انفلاسیون راټیټ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې ټولو د جون په میاشت کې د انفلاسیون د لوړیدو انتظار درلود خو انفلاسیون صفر عشاریه ۲۷ راټیټ شو. په ترکیه کې د جون په میاشت کې د انفلاسیون کچه ۱۰ عشاریه ۹ ته راټیټه شوې ده .
په خبر کې راغلي دي چې د هیواد په بازارونو کې د رومي بانجانو، شیدو، هګیو او نفتو په بیه کې راټیټوالي انفلاسیون کچه راټیټه کړه.
اقتصاد پوهانو ویلي دي د جولای په میاشت کې به هم انفلاسیون راټیټ شي.
د خبرترک ورځپاڼې « امریکا ته په الوتنو کې په الکترونیک توکو بندیز لرې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا متحده ایالتونو نوموړي هیواد ته د استانبول نه په مخامخ الوتنو کې په الکترونیک توکو لګولی بندیز سبا لرې کوي.
د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت عمومي ریس بلال ایکشي دا زیری د ټویټر له لارې ورکړ. هغه ویلي دي چې د چارشنبې په ورځ د جولای په پنځمه به امریکا ته په مخامخو الوتنو کې په الکترونیک توکو لګول شوی بندیز لرې کړی شي.