د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي چې د فرانسې پلازمینه پاریس په هوايي او فضايي چارو کې د نړۍ تر ټولو د لوی ننداتون کوربه توب ته تیاری نیسي. د پاریس ایر شو نندارتون سبا د نندارچیانو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.
دا ننداتون د پاریس لي بورژه په هوايي ډګر کې پرانیستل شي. پدې نندارتون کې به د هوايي او فضايي سکتور تر وروستي پرمختګونه ، تکنالوژې او توکوي نندارې ته وړاندې کړي. ترکیه به پدې ننداتون کې خپل ملي هوايي واسطې نندارې ته وړاندې کړي. همداشان پدې نندارتون کې به د ترکیې لخوا جوړه شوې د حور کوش یا ازادې مرغۍ په نامه تعلیمي الوتکه د خپل وړتیا د ښودو په خاطر امتحاني الوتکه وکړي.
همداشان پدې نندارتون کې به د ترکیې لخوا جوړه شوې ټي ۶۲۵ چورلکې سربیره د اټاک جنګي چورلکه هم نندارې ته وړاندې شي.
د سټار ورځپاڼې « ترکي ځواکونه به د قطر د ځواکونو سره په ګډه تطبیقات وکړي » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې او قطر ترمنځه په نظامي برخو کې د همکارۍ د تړون د لاسلیک په چوکاټ کې ترکي ځواکونه قطر ته تللي دي. ترکي ځواکونه به د قطر د ځواکونو سره په ګډه په ځینو تطبیقاتو کې ګډون وکړي.
د قطر نړۍوالې خبري شبکې الجزیرې ترکي ځواکونه قطر ته راورسیدل او د قطري ځواکونو سره به ګډه نظامي تطبیقات ترسره کړي نړۍ ته خبر ورکړ.
قطر چې په خلیج کې د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر په څیر د هیوادونو په منځ کې قرار لري او د یادو شوو هیوادونو لخوا پرې کلک سیاسي، اقتصادي او سوداګریز بندیز لګول شوی دی .
د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر لخوا په قطر د بندیزونو د لګولو نه وروسته ترکیې ملي شورا د قطر سره لاسلیک کړی تړون تصویب کړ.
د صباح ورځپاڼې « د شفقت کښتۍ د غزې پر لورې روانیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه غزې ته چې د اسراییلو د سختې محاصرې لاندې قرار لري ۱ زره او ۶۰۰ ټنه خوراکي توکي استوي. په خبر کې راغلي دي په مرستو بارار کښتۍ پرون د غزې پر لورې روانه شوه.
د ویلو ده چې د غزې ماشومان هم هیر شوي ندي. پدې کښتۍ د غزې ماشومانو ته د لوبو سامان، بایسکلونه او د اخترجامې هم استول شوي دي.
پدې کښتۍ کې ۱۸۰۱۰۰ د لوبو شیان، ۳۲ زره د قرطاسیې سیټونه، ۵۰ زره پاټه خوراکي توکي، ۵ زره ټنه اوړه، ۱۰۰ ټنه بیسکیټ او کیک، ۵۰ زره جوړې جامې او ګڼ شمیر بایسکونه شتون لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ډنمارک کې اسلام د ګلانو سره خلکو ته معرفي کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ډنمارک کې د اسلامي ټولنې د ځوانانو څانګې د ښاروالۍ ترڅنګ زه مسلمان یم ترنامه لاندې کمپاین پیل کړی دی .
دا ځوانان غواړي چې په ډنمارک او اروپا کې د مسلمانانو پر وړاندې منفي اذهان کم کړي. دې ځوانانو پدې مشهور میدان کې په خلکو ګلان وویشل او د اسلام په اړه يي معلومات ورکړل.
د یادولو وړ ده چې په ډنمارک کې د اسلامي ټولنې د ځوانانو څانګه د تیرو څو کلونو راهیسې پدې هیواد کې په اسلام مبارک دین د لګیدولو ناحقه تورونو د منځه وړو په خاطر هلې ځلې کوي.