د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « د ترکیې سره په قوي اړیکو افتخار کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د اکا زوی شهزاده شیخ سحیم بن خالد ال ثاني ویلي دي چې د ترکیې او قطر ترمنځه په قوي او ژورو اړیکو افتخار کوي. هغه ویلي دي چې په ترکیه کې به نوې پانګه اچونې وکړي. هغه زیاته کړه چې د ترکیې او قطر ترمنځه د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا په خاطر دم ګړۍ قوي پوتانشیل موجود دی.
په ځانګړې توګه د ترکیې نه قطر ته خوراکي توکو ، درملو او ساختماني موادو صادراتو په برخه کې. قطر کولی شي چې یاد شوي توکي د ترکیې نه وارد کړي. هغه ویلي دي چې تل په ترکیه کې د نوو پانګه اچونو په لټه کې دي. هغه زیاته کړه چې دم ګړۍ د یو ترک شرکت سره په ګډه په قطر کې د یو عشاریه ۴ میلیاردو ترکي لیرو په ارزښت د چرګانو د یو فارم په جوړولو بوخت یو.
د صباح ورځپاڼې « د ترکسل پروګرام د ملګروملتونو د سازمان جایزه وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د یو خصوصي مخابراتي شرکت ترکسل « هیلو ته سلام » په نامه پروګرام د ملګروملتونو د معلوماتو او مخابراتو د څانګې د ټیلیکمونکیشن د ټولنې د ۲۰۱۷ کال جایزه وګټله. په خبر کې راغلي دي چې ترکسل د مرحبا اوموت په نامه دا پروګرام په ځانګړې توګه د سوري کډوالو او ټولو هغه کسانو لپاره چې مورنۍ ژبه يي عربي ده په عربي ژبه د مرستې په خاطر جوړ کړی دی . دا پروګرام د کولتوري او ژبې تنوع په برخه کې د جایزې لایق ګڼل شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې د پنځو کلونو په دننه کې به د میلیونرانو شمیره دوه برابره شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ پیژند شوي څیړنیز شرکت بوستون کونسلیتینګ ګروپ د ۲۰۱۷ د نړۍ د شتمنو راپور جوړ کړی دی. د نوموړي راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې شخصۍ شتمني د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۵ عشاریه ۳ سلنه ډیره شوې ده . په نړۍ کې فردي شتمني ۱۶۶ عشاریه ۵ تریلیونو ډالرو ته رسیدلې ده .
د نوموړي راپور له مخې په ترکیه کې په ۲۰۱۶ کال کې د میلیونرانو شمیره د صفر عشاریه ۲ په زیاتیدو سره ۲۸ زرو تنو نه اوښتې ده . د نوموړي راپور له مخې تمه کیږي چې تر ۲۰۲۱ کاله په ترکیه کې د میلیونرانو شمیره د ۶۱ زرو تنو ته واوړي. په راپور کې راغلي دي چې د ترکیې په ګډون د منځني ختیځ او افریقا د سیمې فردي شتمني د وروستیو پنځو کلونو راهیسې تل د ودې په حال کې ده او ۸ عشاریه یو تریلیون ډالرو ته رسیدلې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « سرطان ناروغۍ ته ملي حل » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ایلکو د درملو شرکت د سبانجي پوهنتون د ننوتکنالوژۍ د تحقیقاتو او ازموینو مرکز د سرطان د ناروغۍ د ملي درملو د جوړولو په خاطر د جوړې کړې پروژې لپاره د ترکېې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو د مرکز نه مرسته او ملاتړ ترلاسه کړ. په خبر کې راغلي دي تمه کیږي چې دا پروژه په څلورو کلونو کې سرته ورسیږي.ددې پروژې د چارو د سرته رسیدو سره به ترکیه د نړۍ د بیوتکنالوژۍ په بازار کې مهم ځای خپل کړي.