د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « قوي اقتصادي ودې د استانبول د اسهامو په بازار هم مثبته اغیزه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې د ترکیې اقتصاد د پنځه سلنې ودې سره د استانبول د اسهامو په بازار کې قیمت بهاوو سندونو بیه تر هر وخت لوړې سویې ته رسیدلې ده . همداشان ددې سره سم ترکي اسعارو بیه هم د ډالرو او ایرو په مقابل کې لوړه شوه. تیره یوه یو امریکايي ډالر ۳ عشاریه ۵۳ عشاریه ۷۱ ترکي لیرې وو چې نن بیا یو امریکايي ډالرو ۳ عشاریه ۵۱ عشاریه ۶۰ ترکي لیرو ته راټیټ شو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ډیموکراسۍ په مرکز کې قرار لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روانې میلادي میاشتې په پنځمه نيټه د خلیج د بعضو هیوادونو او قطر ترمنځه د سیاسي، اقتصادي او سوداګریز کړکیچ د رامنځته کیدو نه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې کړکیچ د حل په خاطر په ډیپلوماسۍ پيل کړی دی . همداشان وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره د ترکیې ډیپلوماسۍ د میوو په ورکولو پيل کړی دی . پدې وروستیو کې د خلیج هیوادونو سربیره د ایران او سیمې هیوادونو نه ترکیې ته په لوړ کچه سفرونه ډیر شوي دي.
د قطر او خلیج هیوادونو ترمنځه د کړکیچ د پیلیدو نه سمدلاسه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې غوښتنه وکړه. هغه ترکیې ته راغلی او د ولسمشر اردوغان او نورو مقاماتو سره يي لازمه لیدنه وکړه. همداشان ددینه وروسته د بحرین د بهرنیو چارو وزیر شیخ خالد بن احمد الخلیفه انقرې ته راغی او د ولسمشر اردوغان سره يي لیدنه وکړه.
د حرییت ورځپاڼې « د ترکیې مرسته او ملاتړ هیرولی نشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر شهزادګۍ شیخه المایسه ال ثاني د حرییت ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې « پداسې یو وخت کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج ځینو هیوادونو د قطر سره اړیکې پرې کړې او قطر يي یواځې پریښود ترکیې قطر ته د مرستې او ملاتړ لاس رااوږد کړ. هغې ویلي دي چې ترکیې تل د قطر سره ډیرې ښې اړیکې درلودلي دي. په قطر کې هم ډیر زیات ترکان ژوند کوي. مونږ به هیڅلکه هم د ترکیې د حکومت او خلکو دا مرسته او ملاتړ هیر نکړو. »
د ویلو ده چې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني خور شیخه المایسه ال ثاني د قطر د هنري ادارو او موزیمونو مشرۍ په غاړه لري. هغه په نړۍ کې د کولتور او هنر په برخه کې د قوي فعالیتونو له امله تر ټولو د مخکښو څیرو په کتار کې ځای لري.
د صباح ورځپاڼې « مکرون د ښې او کین برخو رایې ترلاسه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فرانسې د تیرې ورځې په پارلماني ټاکنو کې د ګډون کچه د نوموړي هیواد په تاریخ کې تر ټولو په ټیته کچه کې وه. خو پدې ټاکنو کې بیا د فرانسې د ولسمشر مکرون په مشرۍ د جمهوریت لاریون غورځنګ ګوند تر ټولو ستر بری ترلاسه کړ.
ورځپاڼې لیکلي دي سره ددې چې د مکرون په مشرۍ دا ګوند یو کال مخکې تاسیس شوی دی خو پدې کمه موده کې د ټولو په زړونو کې تخت جوړ کړی او پدې ټاکنو کې تر ټولو ستر بری ترلاسه کړ. د مکرون په مشرۍ ګوند د فرانسې په پارلمان کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړ. په خبر کې راغلي دي چې په فرانسه کې د ۴۷ میلیونه او ۵۷۱ زره او ۴۸۴ تنو واجد د شرایطو د رای ورکوونکو نه ۵۱ عشاریه ۲۹ سلنه خلکو خپلې رایې ونه کارولې. دا د فرانسې په تاریخ کې په ټاکنو کې تر ټولو په ټیټه کچه ګډون دی.