د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : په قطر لګیدلي تحریمونه د منلو وړ ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ماښام په پلازمینه انقره کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو ته روژه ماتی ورکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې په قطر لګیدونو تحریمونو ته په اشارې سره وویل
« غواړم چې ووایم په قطر لګیدلي دا سیاسي او اقتصادي تحریمونه د منلو وړ ندي.»
ولسمشر اردوغان وویل چې د خلیج هیوادونو لخوا په قطر د لګولو سیاسي او اقتصادي تحریمونو په مقابل کې د قطر د چارواکیو د سړې سینې چلند او غبرګون نه قدرداني کوو. هغه وویل چې په قطر باندې د ترهګرو د ملاتړ تور لګول شوی دی چې دا په اصل کې ډیر سنګین تور دی. دلته بل ډول لوبه روانه ده خو پدې نه پوهیږو چې ددې لوبې ترشا د چا لاس دی. دا خبره لا تثبیت شوې نده.
د وطن ورځپاڼې « تولیدات ۴ عشاریه ۴ سلنه لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د علم صنایع او تکنالوژۍ وزارت ویلي دي چې د روان کال په لومړنۍ ربع کې د هیواد تولیدات ۴ عشاریه ۴ سلنه ډیر شوي دي.
وزیر ویلي دي چې سږکال د هر کارګر د تولید کچه د تیر کال په پرتله ۴ عشاریه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « روسیې ته د څرمنو صادرات ۷۳ سلنه ډیر شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د استانبول د څرمنو د صادراتو د ټولنې په مرسته د څرمنیزو توکو نندارتون پرانیستل شو.
د ترکیې د څرمنو د صادراتو د ټولنې ریس مصطفی شن اوجاک دلته خبریالانو ته وویل چې سږ کال روسیې ته د څرمنو صادرات ۷۳ سلنه لوړ شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې پدې ننداتون کې د روسیې، انګلستان، ناروې ، هنګري، اوکراین، قراقستان، لیتونیا، لیتوانیا او بیلاروس نه ۷۵۰ تنو سوداګرو ګډون کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « له ولګې مرم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، بې پولې ډاکټرانو په افریقا کې چې د ولګې،وچکالۍ او فقر د سترې ستونزې سره د مبارزې په خاطر په حرکت پيل وکړ. بې پولو ډاکټرانو « له ولګې مرم » تر نامه لاندې د مرستو راټولو په کمپاینونو پیل کړی دی. بې پولې ډاکټران په پام کې لري چې سومالیا، نایجریا او یمن په څیر هیوادونو ته هم خوراکي توکي واستوي او هم پکې د تغذیې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
د حرییت ورځپاڼې « د سامسون نه موزنبیق ته اوږد سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سامسون ولایت د اوندوکوز مایس پوهنتون د اورنیتولوژۍ څیړنیز مرکز متخصصینو ۴ لګ لګ مرغانو کې د تعقیب الکترونیک الو د ځای په ځای کولو نه وروسته خوشې کړې چې د ۷ زره کیلومتر مزل نه وروسته موزنبیق ته رسیدلي دي. کارپوهانو ددې الکترونیکو الو په واسطه د نوموړو مرغانو د پاتې کیدو ځای او هیواد او د هغوې مزل معلوموي.
کارپوهان دا مرغان شیبه په شیبه څاري.