د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د نوي شفق ورځپاڼې « اروپا ته درې غوڅ پيغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايی ټولنې د شورا ریس دونالد توسک او د اروپا د کمیسیون د ریس جین کلود جنکر سره په لیدنه کې اروپا ته درې غوڅ پيغامونه ورکړل. ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ. ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په اروپا نیوکه وکړه او وویل چې ترکیه يي یواځې پریښې ده. ولسمشر اردوغان د اروپا نه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې د کډوالو په اړه لاسلیک شوی تړون باید هر څه ژر نافذ شي. اروپايي ټولنه باید ددې تړون شرطونه پر ځای کړي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د احسانونو مدیون یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ملګروملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو دایمي استازې نیکي هیلي ترکیې ته د سفر پر مهال د هتای ولایت د التن اوزو په ولسوالۍ کې د سوري کډوالو د موقت کمپ نه لیدنه وکړه.
نیکي هیلي د یاد شوي کمپ د روغتیايي مرکز، ابتدایه ښوونځیو او کډوالو لپاره د جوړو شوو ټولنیزو مرکزونو نه لیدنه وکړه. هغه د سوري کډوالو د د امکاناتو په اړه معلومات واخیستل. هغې وروسته خبریالانو ته وویل چې پدې کمپ کې د کډوالو لپاره هر ډول امکانات برابر دي. د سوري کډوالو سره د ترکیې د مرستو له امله مونږ ټول ددې هیواد د احساسونو مدیون یو. د ترکیې د خلکو نه ددې ښې میلمنه پالنې له امله مننه کوو.
د سټار ورځپاڼې « د ځايي موټر په برخه کې لومړنی ګام اوچت شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوداګریزو خونو او اسهامو د ټولنې په ۷۳ یمې عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د ځايي موټر په اړه په سوداګرو غږ وکړ. د سوداګریزو خونو ریس د ځايي موټر د جوړولو په مسله کې سمدلاسه تیاری وښود او پدې اړه د لا زیاتو معلوماتو اخیستو لارې د نقشې د جوړولو په خاطر د علم صنایع او تکنالوژۍ د وزیر سره غونډه وکړه. وزیر پدې غونډه کې وویل چې زمونږ لومړنی هدف تر ۲۰۱۹ کال د ملي موټر جوړول او بازار ته عرضه کول دي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د پانګه والۍ په برخه کې د جاذبې مرکز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه د سوداګریزې شورا غونډه په پلازمینه واشنګټن کې جوړه شوه.
ګډونوالو ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د ځوان نفوس، اصلاحاتو او ګډ فکر په برخه کې د فرصتونو هیواد دی. دا هیواد د پانګه والۍ په برخه کې د جاذبې مرکز دی.
پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ترکیه د ځوان نفوس او طاقت له امله د اوږدو کلونو لپاره به د جاذبې د مرکز په توګه خپل موقف حفظ کړي.