د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

730735
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې « د دلایلو او شواهدو لست  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو لخوا  په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف د مبارزې په بهانه  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د سوریې څانګو ته  د درندو وسلو او مهماتو د ورکولو نه وروسته  د ټولو پام د مې په ۱۶ او ۱۷ مو نیټو  د دونالد ټرامپ  سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان  لیدنې ته اوښتی دی. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د امنیتي او استخباراتي ارګانونو لخوا د راټولو شوو اسناد او شواهدو  د یوې سترې دوسیې  او لاسي  بکس سره  امریکا ته سفر کوي. پدې لست کې  د ټولو هغه وسلو  نومونه  او اسناد  شتون لري چې  امریکا د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر  پې وای ډي او وای پي جي  کردي ډلو ته ورکړي او هغوې بیا د ورانکارانه فعالیتونو په موخه  د پې کاکا ترهګرې ډلې په اختیار کې ورکړي دي. په لست کې  د امریکا ، انګلستان او جرمني لخوا په سوریه کې کوردي ډلو ته  ورکړل شوو وسلو چې  د هغوې لخوا بیا  پې کاکا ته  ورکړ شوي  دي  عسکونه  او لمبرې  چې د پې کاکا لخوا پاکې شوي دي  شتون لري. ددې سربیره  دا چې دا وسلې څه ډول ترکیې ته راوړل شوي دي، چیرته  پې کاکا ترهګرې دلې ته تسلیم شوي دي او څه ډول د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي  دي په اړه  پراخه  معلومات  او شواهد  ځای لري.

د خبرترک ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان نن چین ته سفر کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د مې په ۱۴ مه نیټه په بیجینګ کې جوړیدونکي د همکاریو په نړۍواله غونډه کې د ګډون او د چین جمهوریت د ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدنې  په موخه  نن چین ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان به  د مې په ۱۴ مه نیټه  د همکاریو په نړۍواله غونډه کې په لوړه کچه د ډیالوګ په ناسته کې او د مې په ۱۵ مه به  د نړۍ د مشرانو د کردي میز په غونډه کې ګډون وکړي.

د صباح ورځپاڼې  «  ترکیې اوږد واټنه  توغندی په بریالیتوب وازمایه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې د بورا  په نامه  اوږد واټنه  توغندی  په بریالیتوب وازمایه. یاد شوي توغندي خپل هدف  په ډیر بریالیتوب سره  له منځه یوړ. دا توغندی چې د ۲۸۰ کیلومترو واټن  لپاره  جوړ شوی دی  د تورې بحیرې  په سیمه کې د سینوپ په ولایت کې  وازمایل شو. ترکیې د لومړي ځل لپاره  اوږد واټنه توغندی  جوړ او وازمایه.

د وطن ورځپاڼې  «  په سومالي کې د ترکیې عسکري هډه  د سپټمبر په میاشت کې په فعالیت پیل کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  په لندن کې د سومالي په اړه جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل « د الشباب په څیر  یو ترهګریز سازمان  پر خلاف د مبارزې په خاطر  منظمه  اردو  لازمي خبره ده . د همدې په خاطر  ترکیه  د سپټمبر په میاشت کې  په سومالي کې خپله عسکري هډه فعاله کوي. پدې هډه کې به  د سومالي اردو  وروزل شي  .»

د ینې شفق ورځپاڼې  « د سوداګرۍ  نوی ادرس  توره بحیره  »  سرلیک لاندې لیکلي دي د تورې بحیرې د اقتصاډي همکاریو د تشکیلاتو غړیو هیوادونو  د استانبول په غونډه کې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوې د راوستو پریکړه وکړه. ددې پریکړې سره به د سیمې هیوادونو ترمنځه  د سوداګرۍ په برخه کې  پراته ټول خنډونه لرې  ، د ګمرکي چارې ګړندۍ  او د ترانزیت په برخه کې به  اسانتیاوې  برابرې کړی شي.



اړوند خبرونه