د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د سینجار عملیات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د سینجار په غره او د سوریې په شمال ختیځ کې د قره کوچاک د غره په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو او هدفونو پراخه عملیات ترسره کړل. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې حکومت ددینه وړاندې په کراتو ویلي وو چې د عراق په سینجار سیمه کې به د پې کاکا ترهګرې ډلې ریښو ځغلولو ته اجازه ورنکړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټینګار ویلي وو چې په سوریه کې د فرات ډال په نامه د ترکیې د وسله والو ځواکونو عسکري عملیات وروستي ندي او ددینه وروسته په عراق کې به هم د ترهګرو په ځالو عملیات ترسره کړو. د بله پلوه د ترکیې د هوايي ځواکونو قومندان ستر جنرال عابدالدین اونال ویلي دي چې د عراق په سینجار کې به د ترهګرو ځالو جوړولو ته اجازه ورنکړو. هغه ویلي دي چې د عراق د سینجار سیمه د جغرافیوي موقعیت له پلوه ځانګړې اهمیت لري. دا سیمه عراق او سوریه د یو بل سره نخلوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د جولای په ۱۵ مه د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، اروپا چې د کودتاچیانو او ترهګرو سازمانونو نه د ملاتړ سره غواړي د ترکیې او ولسمشر اردوغان په مخکې خنډونه جوړ کړي دا ځل يي خپه د چوکاټ نه بهر کړه. د فرانسې د سیاسي علومو پروفیسور فیلیپ موریو دیفراګیس د یو تلویزیون سره په کې ویلي دي چې « د ولسمشر اردوغان د مخنیوي یواځنۍ لار د هغه وژل دي » لویدیځوال پروفیسور دې څرګندونو په اصل کې د ترکیې او ولسمشر اردوغان سره د هغوې دښمني کچه ټولې نړۍ ته ښکاره کړه. فرانسوي پروفیسور د څرګندونو په اړه د سختو غبرګونونو نه وروسته بښنې غوښتو ته اړ شو. همداشان د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مدافع د وکیلانونه حسین ایدن د نوموړي فرانسوي پروفیسور په خلاف په پلازمینه انقره کې په څارنوالۍ کې اقامه د دعوا وکړه. نوموړي ویلي دي چې دا مسله به د حقوقو سربیره د روغتیا له پلوه هم تعقیب کړي. که چیرې د نوموړي فرانسوي پروفیسور عقل پر ځای وي او روحي تکلیف ونلري نو د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګرو ډلو سره به د هغه د اړیکو او دا چې د ولسمشر اردوغان د ترور په اړه امر يي د چا لخوا ترلاسه کړی دی په اړه د څیړونو پیلولو غوښتنه وشي.
د صباح ورځپاڼې « چناق کلا د نامتو او ځان نه د دفاع جګړه وه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چناق کلا د مځکنې جګړې کلیزه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نبي اوجي د چناق کلا د مځکنې جګړې د کلیزې د لمانځنو په مراسمو کې وویل چې « د چناق مدافع او زمونږ لپاره ډیر ځانګړی اهمیت او ځای لري. لکه څرنګه چې د چناق کلا جګړه د ژوندي پاتې کیدو او د ځان نه د دفاع جګړه وه په همدې اندازه د ناموس ، وطن او فضلیت نه د دفاع جګړه وه. دا هغه جګړه ده چې د ترکیې ځوانانو پکې د خپل ناموس، وطن او ملت نه د دفاع په خاطر په ډیره میړانتیا د قرباني ورکولو جګړه ده . »
هغه وویل چې د ۱۹۱۵ کال ددې جګړې نه وروسته نسلونه دا ستر امانت نورو نسلونو ته د انتقالولو مسئولیت لري. د چناق کلا ولایت چې هر ویلیشت خاوره يي زمونږ لپاره معنوي خزانه او د شرف نمونه ده ددې ولایت د جګړې داستان د عبرت په خاطر راتلوونکو نسلونو ته انتقالولو د ترکیې د هر وګړي وظیفه او مسئولیت دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول د اسهامو بازار د ودې په حال کې دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه د ډالرو د بیې د راټیټیدو سره د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بها سندونه بیه تر هر وخته لوړې کچې ته رسیدلې ده. په خبر کې راغلي دي چې د استانبول د اسهامو په بازار کې ۴ کاله مخکې یو ځل د قیمت بهاوو سندونو بیه پدې اندازه لوړه شوې وه.
په خبر کې راغلي دي چې په فرانسه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټولو د تمو په څیر د پایلو اعلانیدل او په نړۍ کې د ډالرو د بیې لویدل د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بهاوو سندونه بیه لوړه کړه . دیته په کتو سره داسې ښکاري چې د ترکیې اقتصاد به د روان کال په دویم نیمايي کې د اټکلونو نه لا زیاته وده وکړي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د تیلو او ګازو په پلټون پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ د نفتو او ګازو ۶۰ سلنه د ترکیې د پولو په شاوخوا کې قرار لري. د همدې امله ترکیې هم د تیلو او ګازو د پلټنو په خاطر نسټوني بډ وهل. ترکیې د انرژۍ په برخه کې د فعاله رول په خاطر لومړنی ګام اوچت کړ. ترکیې په مدیترانه کې د ګازو او تیلو په پلټون پیل وکړ. په خبر کې راغلي دي چې اسراییل، سوریه، لبنان، مصر او حتا یونان هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې د ترکیې موقف ته ځان ورسوي. خو ترکیې هیواد د انرژۍ په دهلیز د بدولو په خاطر مهم ګام اوچت کړ.