د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د اروپا قاره زړه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپا د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او ازادیو پر ځای د شدت، تاوتریخوالي، دښمنیو او نازیزم په مرکز بدله شوې ده .
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په بالکیسر ولایت کې په زرګونو تنو هیوادوالو ته وکړې. هغه زیاته کړه چې اروپا لویه وچه د هر پلو نه زړه شوې او ورسته شوې ده. ولسمشر اردوغان ته چې په ترکیه کې د حکومتي سیستم د بدلون او اساسي قانون کې د تغیراتو په موخه د ترسره کیدونکې ټولپوښتنې د نیټې د رانږدې کیدو سره هم اروپا، هم ترهګریزو سازمانونو او هم د ترکیې دښمنانو نه لار ورکه شوې او هر پلو ته لاس او خپې اچوي. د هغوې د ټولو خصمانه هلو ځلو او اقداماتو سره سره د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ستر بدلون او اصلاحات رامنځته کیږي. دې خبرې د هغوې نه وار خطا کړی دی او نه پوهیږي چې څه وکړي.
د سټار ورځپاڼې « په قندیل کې ۵ هدفونه له منځه یوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو د هوایي بریدونو سره ۵ تثبیت شوي هدفونه له منځه یوړل. د ترکیې وسله والو ځواکونو د ماښام په ساعتونو کې د ترلاسه کړو استخباراتو نه سمدلاسه وروسته د قندیل په غره کې د پې کاکا په پټنځایونو هوایي عملیات ترسره کړل. الوتکو ټاکل شوي هدفونه د لمنځه وړو نه وروسته بیرته خپلې هډې ته راستنې شوې.
د خبرترک ورځپاڼې « امریکا په سوریې ۵۹ توغندیو بریدونه وکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا متحده ایالتونو د سوریې د حمص په ښار کې د اسد رژیم اړوند د الشیراط او شینشار په هوايي هډو د توغندیو بریدونه وکړل. امریکا ویلي دي چې د نوموړو بریدونو سره يي په یادو شوو هوايي هډو کې د اسد د رژیم اړوند ګڼ شمیر جنګي الوتکې، د الوتکو مهمات، د تیلو ډیپوګان او لوژیستيکي مرکزونه او رادار سیستمونه لمنځه وړي دي. په خبر کې راغلي دي چې امریکا په سوریې د توغندیو بریدونه په مدیترانه کې د خپلو جنګي کښتیو نه کړي دي.
امریکا ویلي دي چې په هغو هوايي هډو يي بریدونه کړي دي چې د اسد د رژیم لخوا ترینه د کیمیايي بریدونو په خاطر استفاده شوې ده .
د وطن ورځپاڼې « انقره يي نیسي او هغوې ته يي لیږي هغوې يي خوشې کوي » د سرلیک لاندي لیکلي دي، ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د اروپايي هیوادونو د درستوالي او صمیمت تمه کوي.
ترکیې ویلي دي هغه داعشي ترهګرو چې په اروپا کې خونړي بریدونه کړي دي په اصل کې اوږده موده مخکې سوریې ته د تیریدو پر مهال د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وو او اړوندو هیوادونو ته سپارل شوي وو خو د یادو شوو هیوادونو لخوا بیرته خوشې شوي وو.
په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس د خونړي برید فاعل ترهګر او په بروکسل کې په مترو برید کوونکی ترهګر او په پاریس کې د دویم برید مسئول ترهګر د هغه کسانو نه دي چې ترکیې نیولي او اروپا بیرته خوشې کړي وو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت یو ځل بیا ریکاټ ټینګ کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین عمومي ریس بلال ایکشي د ټولنیزې مډیا له لارې یواځې په یو ورځ کې د ترکش ایرلایین د مساپرو شمیره اعلان کړه. هغه ویلي دي چې یواځې د اپریل ۷ مه د جمعې په ورځ ۲۰۰ زره او ۶۱ تنو مساپرو په ترکش ایرلایین کې د ځان لپاره ځایونه ریزرف کړي دي. هغه ټولو مساپرو ته د راحته او باامنه مسافرت هیله کړې ده .