د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « اروپا ته د ترور په برخه کې خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې هیواد کې په لسګونو زرو تنو هیوادوالو ته په وینا کې هالنډ، بلجیم، سویس او جرمني ته د ترهګرو نه د ملاتړ او په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه نیټه په ترسره کیدونکې ټولپوښتنه کې د مداخلې له امله سخت خبرداری ورکړ.
ولسمشر اردوغان په اروپا غږ وکړ، که چیرې تاسې د ترکیې خواشیني کولو هڅه کوئ پخپله به خواشینې شئ . دا لا پیل دی . ولسمشر اردوغان د سوریې په مسله کې د ناټو ځینو غړیو ته هم خبرداری ورکړ. ولسمشر ټولو هغه هیوادونو او د ناټو سازمان هغه غړیو ته چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د نظامي څانګو پي وای ډي او وای پي جي نه ملاتړ کوي سخت خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل « هر هغه څوک چې د پې کاکا ترهګرې ډلې او هغوې د څانګو سره چې په ترکیه کې د خلکو ترمنځه د نفاق تخم کړي، ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي، بې ګناه انسانان په قتل رسوي او د هیواد د ویشلو په خاطر هلې ځلې کوي مرسته او همکاري وکړي پرته د کوم قید او شرط نه به ترینه پوښتنه وکړو»
د حرییت ورځپاڼې « د بلغاریا په ټاکنو کې ترکانو پر وړاندې خنډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په بلغاریا کې د تیرې ورځې په ټاکنو کې د هغه ترکانو چې د نوموړي هیواد تابعیت هم لري د رای ورکولو د مخنیوي په خاطر ډول ډول خنډونه جوړل کړل.
بلغاریا حکومت د رای ورکولو په کریل خط باندې د ورځ عرض کول جبري کړي ول . همداشان ویلي وو چې هر رای ورکوونکی باید ورق عرض په خپل لاس ولیکې چې دې خنډ په ټاکنو کې د یو زیات شمیر ترکانو د ګډون مخه ونیوله.
د حرییت ورځپاڼې « روسانو لپاره پرته د پاسپورته ترکیې ته د سفر په خاطر اسانتیاوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د ټولپوښتنې د کمپاین په خاطر انتالیا ولایت ته سفر کړی وو هلته د میشتو روسانو سره ولیدل. بهرنیو چارو وزیر د روسانو سره په لیدنه کې هغوې ته یو زیری ورکړ. هغه وویل چې روسانو ته ترکیې ته د سفر پر مهال پرته د پاسپورته د سفر کولو په برخه کې په اسانتیا راوستو کار کوي. هغه وویل پداسې یو سیستم کار کوو چې روسان پرته د پاسپورته د پیژند پاڼې سره وکولای شي چې ترکیې ته راشي. پدې اړه به ځانګړي ماشینونه جوړ او په فعالیت به پيل وکړي.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د موټر جوړولو سکتور د ۲۰۱۷ لپاره ستر هدف ټاکلی دی.
د ترکیې د موټر جوړولو سکتور چې په ۲۰۱۶ کال کې د تولیداتو او صادراتو سره سره ریکاټ ټینګ کړی وو غواړي چې په ۲۰۱۷ کال کې نوی ریکاټ ټینګ کړي.
د ترکیې د موټر جوړولو سکتور په ۲۰۱۷ کال کې د تولیداتو او صادراتو کچه لوړه کړې ده. په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ کال کې د یو میلیون او ۶۵۰ زره موټرو د تولید او یو میلیون او ۳۵۰ زرو موټرو د صادراتو سره ۲۷ میلیارده ډالره صادرات وکړي.