د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « د وای پي جي ترهګرې دلې سره د امریکا او روسیې اړیکې مونږ خواشیني کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګو سره د امریکا او روسیې اړیکې او ګډ حرکت کول ترکیه ناراحته کړې ده . ولسمشر اردوغان ویلي دي چې دا خبره پخپله روسیې او امریکا ته مخامخ هم کړې ده او نن ورځ يي یو ځل بیا تکرارو . دا ترهګرې ډلې باید د سوریې نه تصفیه او پاکې کړې شي. تر کومه چې دا ترهګرې ډلې د سوریې نه پاکې او تصفیه شوي نوي په سوریه کې د ترکیې روان عملیات سرته نه رسیږي. »
ترکیه د سوریې سره ۹۱۱ کیلومتره ګډه پوله لري. په سوریه کې د ترهګرو د فعالیتونو نه تر ټولو ډیر ترکیه اغیزمنه کیږي. تاسې وګورۍ وړمه ورځ د داعش ترهګرې ډلې په برید کې زمونږ یو هیوادوال او یو تن هم سرتیري شهیدان شول. روسیه او امریکا دا ډول د داعش د بریدونو نه اغیزمن کیدای شي نه. ځکه چې هغوې د دنیا په یو بل ګوټ کې پراته دي. د همدې امله د سوریې په مسله کې باید ترکیه پریکړه وکړي. هیڅوک دا ویلی نشي چې ترکیه دې د سوریې نه ووځي. ترکیه کومه چې دا ګواښونه په کامله توګه له منځه وړل شوي نوي ترکیه به عملیاتو ته دوام ورکړي.
د وطن ورځپاڼې « ترکیې روسیې ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روسیې د سفارت شاژدافیر د سوریې د عفرین د سیمې نه د ترکیې په خاوره د ترسره شوي برید له امله چې یو تن سرتیری پکې شهید شو د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت. د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین مفتي اوغلو د روسیې د شاژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته د راغوښتو په اړه وویل « ترکیې د روسیې شاژدافیر ته د نوموړې پیښې په اړه خپل غبرګون او ناراحتي څرګنده کړه. ترکیې هغه ته ویلي دي چې د نوموړي برید ځواب ورکړ شوی دی او په راتلوونکي کې د ورته پیښې د تکراریدو په صورت کې به هر ډول لازم ګامونه پورته شي. د روسیې نه په راتلونکې کې دا ډول پیښو د نه تکراریدو په خاطر د لازمو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وشوه. دا چې په سیمه کې د اوربند او هر ډول تیریو ضمانت او مسئولیت د روسیې په غاړه دی د همدې امله د روسیې شاژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته رابلل شوی وو.»
د خبرترک ورځپاڼې د امریکا او انګلستان لخوا په الوتکو کې په الکترونیک توکو د بندیز په اړه د ترکیې د ټرانسپورت، سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان څرګندونو ته ځای ورکړی دی . هغه ویلي دي چې ترکیه د انګلستان او امریکا په مقابل کې ورته ګام نه پورته کوي. ترهګر هر چیرته ترهګر دي او هر چیرته فعال دي. دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه د یو هوايي دګر سره یو ډول چلند کیږي او د بل سره بل ډول چلند کیږي دا مسله د منلو وړ نده. که چیرې مسلې ده ددې پلوه وکتل شي د انسان عقل ته نورې نورې خبرې راځي. ددې په هیله چې امریکا او انګلستان دا بندیزونه د بلې کومې موخې او هدف لپاره لګولي نوي. هغه وویل چې د امریکا او انګلستان دا پریکړه به د ملکي هوايي چلند نړۍوالې ادارې ته انتقال کړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « تر ۵۰۰ نه ډیر پانګه وال استانبول ته راغلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د خلیجو هیوادونو د پانګه والو توجه ترکیې ته ډیره شوې ده. په خبر کې راغلي دي چې استانبول د عرب – ترک د ۱۲ مې اقتصادي غونډې کوربه توب کوي. پدې غونډه کې تر ۵۰۰ تنو ډیر بهرنیو او ځايي پانګه والو ګډون کړی دی . ویل کیږي بهرنیو پانګه والو پدې غونډه کې د خپلو پانګه اچونو په اړه معلومات ورکړل او په ترکیه کې د نوو پانګه اچونو لپاره تیاري وښوده. پدې غونډه کې د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک هم ګډون کړی وو. هغه د ترکیې هدفونه ټولو ته بیان کړل. د ویلو ده چې تمه کیږي د ترکیې او عربي نړۍ ترمنځه سوداګریز حجم سږ کال ۷۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي په امریکا کې میشته ۱۷ کلنه د ترکیې وګړې صنم اوغوز په ترکیه کې د سوري کډوالو اخیستي عکسونه په نیویارک کې د ۴۰ کلونو لاندې د ۴۰ تنو مهمو ترکانو د جایزې د مراسمو په سالون کې نندارې ته وړانډې کړل. د ویلو ده چې نوموړې په امریکا کې د سوري کډوالو د ستونزو د بیان په خاطر یو څه موده مخکې په کانګرس کې د کډوالو عسکونه نندارې ته وړاندې کړي وو. هغه غواړي چې د سوري کډوالو سره د ترکیې لخوا شوي مرستې ټولې نړۍ ته بیان کړي.