د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د سوریې د رقه د عملیاتو په اړه پر له پسې غونډې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پداسې حال کې چې د سوریې د رقه ښار د داعش نه د ژغورلو د عملیاتو پلان وروستۍ مرحلې ته رارسیدلی دی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملي دفاع وزیر فکري اشق او لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار سره ولیدل. پدې لیدنه کې د رقه د عملیاتو په مسلې خبرې وشوې. په خبر کط راغلي دي چې د رقه د عملیاتو په اړه د انقرې او واشنګټن ترمنځه روان مذاکرات وروستي پړاو ته رارسیدلي دي. په خبر کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د ۴۸ ساعتونو په دننه کې د رقه د عملیاتو په اړه جوړ کړی پلان ولسمشر ټرامپ ته وړاندې کوي. په خبر کې راغلي دي چې د انقرې او واشنګټن ترمنځه د روانو مذاکراتو په ترڅ کې داسې ښکاري چې په رقه عملیات د اقچه کلا او تل ابیض د لارې پيل شي. پدې عملیاتو کې به ۴ زره تنه د ترکیې د وسله والو ځواکونو منسوبین او ۶ زره تنه هم د ازادې سوریې د ځواکونو جنګیالي ګډون وکړي.
د صباح ورځپاڼې « الباب هم د جرابلس په څیر رغول کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د سوریې د الباب د ښار چې تیره اوونۍ د داعش ترهګرې ډلې نه وژغوره د بیارغولو په برخه کې د جرابلس په څیر د عینې پلان د عملي کولو پریکړه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې لومړی به د الباب د ښار لومړنۍ اړتیاوې وارزول شي. د یاد شوي ښار سره به د خوراکي توکو مرستې وشي او روغتیايي خدمات به خلکو ته برابر کړې شي. د ښار د برښنا او څښاک د اوبو ستونزې به حل کړې شي. په لومړني پړاو کې به د ښار ټولې زیربناګانې ورغول شي. ښار به د سیمې او حتا د ټولې سوریې د خلکو لپاره د امن او جاذبې په مرکز بدل کړی شي.
د سیمې د ځايي ځوانانو نه به د پولیسو تشکیلات جوړ کړی شي. دا ځوانان به وروزل شي او د ښار د امنیت ساتلو په برخه کې به ترینه ګټه پورته کړی شي.
د الباب د ښار او اړوند سیمو د ستونزو او مشکیلاتو د تثبیتولو په خاطر به یو هیت په دنده وګمارل شي. ترکیه به پدې برخه کې هر ډول لوژیستیکي مرستې وکړي. د لومړني اړتیا د پوره کولو نه سمدلاسه وروسته به د ښار ټول ښوونځي ورغورل شي او ماشومان به په زده کړو پيل وکړي.
همداشان په سیمه کې به د خلکو لپاره نوي کورونه جوړ کړی شي.
د خبرترک ورځپاڼې « د مدرن وریښمو لارې تاریخي غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د چین ولسمشر شي جینپینګ د وریښمو د مدرنې لارې د پروژې د عملي کولو په خاطر د مې په ۱۴ مه نیټه په پلازمینه بیجینګ کې د ۶۵ هیوادونو د مشرانو په ګډون د نړۍوالې غونډې کوربه توب وکړي.
جین پینګ پدې غونډه کې د ګډون په خاطر ولسمشر اردوغان ته هم بلنه ورکړې ده . په خبر کې راغلي دي چې د وریښمو د مدرن لارې سره به د چین نه تر لویدیځه وچه او سمندري لاره جوړه شي. دا د سیمې د اقتصاد لپاره یو ډیر مهم ګام م دی. د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ۲۰۱۵ کال کې د چین نه د لیدنې پر مهال ددې پروژې په اهمیت ټینګار کړی وو. ولسمشر اردوغان د نوموړې پروژې په اړه د چین سره تفاهم کړی وو. چین پدې پروژه کې د ترکیې شتون ته ځانګړې اهمیت ورکوي.
د سټار ورځپاڼې « اروپايي ټولنې ته صادرات ۶۰ سلنې ته لوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچی وویل چې « د ترکیې او اروپايي ټلنې ترمنځه د ګمرکاتو د یووالي په تړون د بیا کتنې سره به د اروپا بازارونو ته د ترکیې د صادرات د ۴۹ سلنې نه ۶۰ سلنې ته لوړ شي. هغه وویل چې ترکیه به د روان کال په دننه کې او یا د ۲۰۱۸ کال په لومړنۍ ربع کې د ټولنې سره د ګمرکاتو د یووالي په تړون کې کرنیز، خوراکي، الکترونیک او خدماتو برخې اضافه کړي.
پدې ډول به ترکي شرکتونه په ټولنه کې دولتي برخو کې هم پروژې ترلاسه کړي او د اروپايي ټولنې د هیوادونو شرکتونو ته به په ترکیه کې ددې فرصت نه د استفادې زمینه برابره کړې شي .
د وطن ورځپاڼې « روس ګرځندویان سږ کال وخته ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روس ګرځندویان په عموم ډول د جنوري ، جولای او اګست په میاشتو کې د رخصتۍ په خاطر ترکیې ته راځي خو سږ کال په پام کې ده چې وخته په راتګ پیل وکړي.
یو زیات شمیر روس ګرځندویانو وار د مخه په انتالیا او نورو ولایتونو کې په هوټلونو کې د ځای په جلا کولو پیل کړی دی .
ورځپاڼې لیکلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې ترکیې ته ۴ نیم میلیونه تنه روس ګرځندویان راغلي وو خو سږ کال یواځې انتالیا ولایت لپاره نږدې ۴ میلیونو تنو روس ګرځندویانو په هوټلونو کې ځایونه جلا کړي دي.
په پام کې ده چې روس ګرځندویان د اپریل د میاشتې نه په اعتبار سره ترکیې ته په راتګ پيل وکړي.