د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

676655
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « د رقه د عملیاتو اړوند د ډیپلوماسۍ  ټرافیک  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو  د مرکزي استخباراتو د مشر مایک پومپیو او لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد نه وروسته  د نوموړي هیواد د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې ریس  جان مک کین  ترکیې ته راغی. د ویلو ده چې  د ټولو  سفرونو اصلي موضوع  د رقه د عملیاتو په اړه ده. د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې ریس  جان مک کین سره ولیدل. لیدنې ۸۰ دقیقې دوام وکړ. په خبر کې راغلي دي چې پدې لیدنه کې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم هم  ګډون درلود. په لیدنه کې د فرات سپر د عملیاتو سربیره  د رقه عملیاتو په اړه خبرې وشوې. د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند  نعمان کورتولموش  د نوموړې لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې « ترکیې ته  د جګپوړو امریکايي چارواکیو سفرونه  د خیر علامت دی. د ترکیې او امریکا ترمنځه  د ځینو اختلافاتو  په حل  پیل شوی دی . »

د خبرترک ورځپاڼې  لیکلي دي ترکیه  په نړۍ کې  د کښتیو د سپورت په برخه کې په نړۍوال مرکز  بدل شوی دی . د همدې امله  د ترکیې حکومت  ځینې اصلاحات په نظر کې نیولي دي. د نوموړو اصلاحاتو له مخې ددینه وروسته هر هغه کښتۍ چې  غواړي د ترکیې په بندرونو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي مجبور دي چې د ترکیې بیرغ په کښتۍ وځوړوي. هر  هغه کښتۍ چې  د ترکیې د بیرغ د ځوړولو نه ډډه وکړي  د یوې معینې مودې نه وروسته به د ترکیې د بندرونو نه  شړل کیږي. همداشان  د بهرنیو بیرغونو  کښتۍ  د ۹۰ نه  تر ۱۲۰ ورځو پورې کولی شي چې د  ترکیې په بندرونو کې  لنګر واچوي. ددې مودې نه وروسته  مجبور دي چې د ترکیې بیرغ وځوړوي. د بله پلوه  حکومت  په ترکیه کې  د کښتیو سکتور  د غښتلي کولو په خاطر  په کښتیود ځانګړي مصرف مالیه  صفر  او نورماله مالیه  یو سلنې ته  ټیټه کړه.

د حرییت ورځپاڼې  «  په روانه اوونۍ کې  د ۶۸ هیوادونو نه ۴۰۰ تنه سوداګر ترکیې ته راځي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې  د تجارت مرکز  ښځینه  متشبصینو ته  د کاري فرصتونو د برابولو په خاطر  هر کال  نړۍواله غونډه جوړوي. سږ کال  دا غونډه  د فبروري په ۲۲م نیټه  د دوو ورځو لپاره  په استانبول کې جوړیږي. په خبر کې راغلي دي چې پدې غونډه کې  د ترکیې سربیره  د مکسیکو، چین، نایجریا، عاج سواحلو او ګانا  په څیر  د  ۶۸ بیلابیلو هیوادونو  نه  د نساجۍ، تکنالوژۍ او معلوماتو  او ګرځندوی د سکتور  څه باندې  ۴۰۰ تنه  سوداګرې  ترکیې ته راځي. پدې غونډه کې د ترکیې ۹۰ تنه  ښځینه سوداګرې ګډون کوي. تمه کیږي چې ترکیه  ددې غونډې نه  څه باندې لس میلیونه ډالرو په ازرښت کاري فرصتونه ترلاسه کړي.

د صباح ورځپاڼې  «  د ورورۍ پلونه  باید  جوړ کړو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  میرمن  آمنې اردوغان په انقره کې د میشتو سوري کډوالو د ښځو سره  لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د سوري کډوالو سره مرستندویه  ملکي ټولنو او سازمانونو  استازو هم  ګډون درلود. د ولسمشر اردوغان میرمن  دلته ګډونوالو ته په وینا کې وویل «  مونږ غواړو چې هغه ماشومان چې په ترکیه کې نړۍ ته سترګې پرانیزي د ورک  نسل په څير  نه بلکې  هغوې  اساسي زده کړو ورکړو. د سوري کډوالو ځوانان  پوهنتونونو ته  واستو  او د انصار او مهاجر   ورورولۍ په څیر  د کولتورونو ترمنځه  د ورورۍ او دوستۍ  پلونه  جوړو کړو.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  په انترکتیکا  کې  د ترکیې علمي هډه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول د تخنیک پوهنتون د قطبونو  د څیړونو او مرکز عمومي ریسې بورجو  اوزسوی  وویل چې  په راتلونکو ورځو کې به په انترکتیکا کې  د ترکیې لومړنی علمی مرکز  پرانیستل شي. هغې وویل چې د ترکیې کاري ډله به په انترکتیکا کې د ترکیې بیرغ  وځوړوي.



اړوند خبرونه