د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « امریکا باید ترهګریزو سازمانونو ته د مشروعیت ورکولو مسلې نه باید لاس په سر شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې امریکا باید هر څه ژر ترهګریزو سازمانونو ته د مشروعیت ورکولو مسلې ته د پای ټکی کیږدي. ابراهیم قالن د ټولنیزې مډیا له لارې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندانۍ په رسمي سایټ کې د خپور شوي هغه خبر په غبرګون کې چې ویلي دي د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې د پې کاکا ترهګرې ډلې سره هیڅډول اړیکه نلري وویل ، د امریکا د مرکزي ځواکونو قومنداني د ترهګرو سازمانونو پر خلاف د مبارزې پر ځای هغوې ته مشروعیت ورکوي.هغه ویلي دي چې دا څه ډول منطق دی؟ ایا څوک ددې په صمیمیت باور لري؟ امریکا باید هر څه ژر ترهګریزو سازمانونو ته د مشروعیت ورکولو هلې ځلې پایته ورسوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د فتح الله ګولن سازمان پې کاکا او داعش ترهګرو سازمانونو سره د استخباراتو مرسته کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د سفیرانو نهم کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې وویل « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د داعش او پې کاکا ترهګریزو سازمانونو سره د استخباراتو مرسته کوي. هغوې ته هر ډول استخبارات برابروي. د جولای د ۱۵ مې کودتا نه مخکې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د پې کاکا ترهګرې ډلې ته په هغه عسکرو چې په کودتا کې لاس لري د برید نه کولو هدایت ورکړی وو. دا پخپله د هغوې ترمنځه د قوي همکارۍ یوه ښکاره بیلګه ده.»
د کورنیو چارو وزیر وویل چې د فتح الله ګولن ، پې کاکا او داعش ترهګریز سازمانونه په نړۍواله کچه قوي اړیکې لري. هغه وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان یو ډیر خطرناکه سازمان دی خو له بده مرغه چې اروپا يي په اړه کافي معلومات نلري.
د سټار ورځپاڼې « زمونږ ترمنځه نقاق رامنځته کولی نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن امنې اردوغان په انقره کې د سفیرانو د میرمنو په ویاړ میلمستیا جوړه کړه.
هغه پدې میلمستیا کې د سفیرانو میرمنو ته په خطاب کې په وینا کې وویل « ترهګریز سازمانونه غواړي چې په ترکیه کې د خاینو بریدونو سره د خلکو ترمنځه د نفاق رامنځته کړي. ترکیه اوس هغه پخوانۍ ترکیه نده. هیڅوک زمونږ ملت د دیني ، مذهبي، قومي او عقیدتي مسلو په بهانه د یو بل نه جلا کولی نشي. مونږ ټول پدې پوره باور لرو چې د ټولو توپیرونو سره یو موټی یو. »
هغې زیاته کړه چې په هیواد کې د اتحاد او اتفاق د لا پیاوړتیا په خاطر به د خپل وس او توانه پورې کار وکړو. د ولسمشر میرمن وویل چې « لویدیځۍ نړۍ د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ناکامې کودتا په مقابل کې د ترک ملت په شهامت ، قربانیو او د ډیموکراسۍ نه د دفاع په خاطر په ترسره کړو ټولو فداکاریو سترګې پټې کړې. لویدیځه نړۍ نن ورځ د کودتاچیانو نه ملاتړ کوي . کودتاچیانو ته پناه ورکوي .
د صباح ورځپاڼې « د بي بي سي خبریال : ترکیه د لندن نه لا باامنه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د د بي بی سي تلویزیون چې تل د ترکیې پر خلاف د خبرونو نشرولو ته ترجیح ورکوي یو مهم خبریال مایکل بورک ، وویل چې په ترکیه کې ځان د لندن په پرتله لا په امنیت کې احساسوي. نوموړی چې د اوږدې مودې راهیسې د بي بي سي لپاره په بهر کې خبریالي کوي په ترکیه کې وروستیو ترهګریزو پیښو ته په اشارې سره وویل « نن ورځ د ترهګرو نه د نړۍ هیڅکوم سیمه په امن کې پاتې نده. زه په ترکیه کې ځان د لندن په پرتله لا په امن کې احساسوم.»
هغه ویلي دي چې د ۲۵ کلونو راهیسې د ترکیې د مدیترانې په سواحلو کې د کښتیو سپورت په برخه کې لوبه کوم. غواړم چې هر سړی ددې ښکلا نه برښمند شي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي شرکت په ۲۰۱۶ کال کې ۶۲ عشاریه ۸ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د مساپرو شمیره په ۲۰۱۶ کال کې ۲ عشاریه ۵ ډیره شوې ده .
په ۲۰۱۶ کال کې دې شرکت د خپلو الوتنو شمره د ۲۸۴ نه ۲۹۵ ته لوړه کړه.
همداشان دې شرکت د خپلو الوتکو شمیره هم ۳۳۴ ته لوړه کړې ده .