د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اتل پولیس د خپل ژوند په بیه د سلګونو تنو ژوند وژغوره » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترهګرو پرون د ماښام په ساعتونو کې د ازمیر ولایت د محاکمو د ودانۍ په مخکې غوښتل چې په سلګونو تنه په قتل ورسوي له نیکه مرغه چې خپلې شومې موخې ته ونه رسیدل . په سیمه کې د ټرافیک قهرمان پولیس فاتح سکین د ترهګرو پلان شنډ کړ. ترهګرو چې غوښتل په سیمه د چاویدونکو توکو نه د بار موټر سره د چاودنې نه وروسته په خلکو د لاسي بمونو، راکټ او کلاشینکوف برید وکړي قهرمان پولیس يي مخه ونیوله. پولیس د ترهګرو د پیژندو نه سمدلاسه وروسته په ترهګرو ډزې وکړې او یو تن ترهګر يي له خپو وغورځو. وروسته نښته پیل شوه چې په نښته کې قهر مان پولیس سربیره د محاکمې یو تن کارکوونکي موسی جان په شهادت ورسیدل.
د حرییت ورځپاڼې « جوړ کړي شوم پلانونه موشنډ کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې د کیچرون د ولسوالۍ د میترو د کرښې د پرانیستو په مراسمو کې وویل « هغه څوک چې په مخامخ ډول مونږ سره د مبارزې توان نلري ، د ترهګرو ډلو او سازمانونو سره په مونږ د شا لخوا بریدونه کوي . »
ولسمشر اردوغان د سوریې په شمال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا روانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل « یو څه موده ځینو برخو چې د سیمې لپاره يي شوم پلانونه جوړ کړي وو ترکیه د داعش پر خلاف د مبارزې په نه کولو تورونوله. کله چې ترکیې د داعش پر خلاف مخامخ جګړه پیل کړه او د جګړې ډګر ته ورښکته شوه اوس زمونږ پر وړانډې خنډونه جوړوي او وايي چې بس دی نور پرمختګ مکوۍ. دوی پوهیږي چې ترکیې ددوی پلانونه شنډ کړل. د همدې امله زمونږ پر وړاندې خنډونه جوړوي. ترکیې د هغه هیوادونو چې د داعش په بهانه د نورو ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي او ډول ډول پلانونه يي جوړ کړي ول ټول پلانونه شنډ کړل. »
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې د قطر پانګه اچونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، قطر د تیرو لسو کلنو په دننه کې په ترکیه کې ۱۹ میلیارده ډالره په مخامخ ډول پانګه اچونه کړې ده .
ترکیه څلورم هیواد دی چې قطر پکې پدې اندازه پانګه اچونه کړې ده . ترکیه په پام کې لري چې د قطر پانګه اچونو کچه ۳۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي. ترکیه غواړي چې پدې برخه کې د فرانسې ځای ونیسي او لومړنی کتار خپل کړي.
د ورځپاڼې د خبر له مخې د روان میلادي کال د اپریل په ۱۸ مه نیټه به د دوو ورځو لپاره په قطر کې د ایکسپو ترکیه بای قطر سوداګریز نندارتون پرانیستل شي. ترکیه به پدې نندارتون کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکې او همکاریو کچه لا پسې لوړه کړي.
سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین خارکیف ته الوتنې پیلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکش ایرلایین به په پام کې لري چې د کولتور، پوهنې او صنایع په برخه کې مشهور د اوکراین خارکیف ښار ته الوتنې پيل کړي.
د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین دم ګړۍ د نړۍ ۱۱۹ هیوادونو ۲۹۵ ښارونو ته الوتنې لري. ترکش ایرلایین به د روان میلادي کال د مارچ په ۳۰ مه نیټه خارکیف ته د ورځې ۴ الوتنې پیل کړي. همداشان د الوتنو شمیره به د مې د میاشتې په ۳۰ مه نیټه د ۴ نه ۷ ته لوړې شي.