د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې پر خلاف د ترکانو سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې په اړه د اروپايي ټولنې بې عدالتي او ناحقه تورونو په اروپا کې د میشتو ترکانو سخت غبرګون پارولی دی. د ویلو ده چي د تیرې خالي په ورځ په جرمني او بلجیم کې د لسګونو زرو تنو ترکانو په ګډون « په ترهګرۍ د لعنت او دیموکراسۍ ته د بلنې » تر نامه لاندې لاریون وشو. همداشان پرون بیا په هالنډ او فرانسه کې د لس ګونو زرو تنو په ګډون د ترهګرو او د هغوې د ملاتړ کوونکو پر خلاف لاریون وشو. مظاهره کوونکو « اروپا ! د پې کاکا، داعش، فتح الله ګولن، پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو نه د ملاتړ نه لاس واخلۍ » « اروپا د ترهګرو نه ملاتړ مکوۍ » په څیر شعارونه ورکول. په خبر کې راغلي دي چې په اروپا کې په لسګونو ملکي ټولنو او سازمانونو د نوموړو لاریونونو نه ملاتړ وکړ. همداشان د فرانسې په نامتو د رپبلیکا په میدان کې په لسګونو زره تنه ترکان راغونډ شول او د ترهګرو پر خلاف يي مظاهره وکړه. د هالنډ د روتردام په ښار کې هم د لسګونو زرو تنو ترکانو په ګډون ستر لاریون وشو. لاریون کوونکو د زورور باران او باد سره سره د اروپايي هیوادونو پر خلاف چې د ترهګرو نه ملاتړ کوي سخت غبرګون وښود. همداشان په بلجیم کې د اروپايي ټولنې د عمومي مرکز په مخکې په لسګونو زره تنه راټول شول او ترهګرو پر خلاف يي غونډه وکړه.
د حرییت ورځپاڼې « د قبرس د ستونزې د حل په خاطر هلې ځلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د قبرس د روانې ستونزې د حل په خاطر د ملګروملتونو په منځګړتوب په سویس کې پیل شوي مذاکرات په پام کې ده چې نن پایته ورسیږي. ورځپاڼې لیکلي دي پداسې حال کې چې د قبرس د ستونزې په اړه په سویس کې مذاکراتو دوام درلود د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مسلې په اړه د یونان د لومړي وزیر الکسیس چیپراس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو د دسمبر په میاشت کې په سویس کې د جوړیدونکي سرمشریزې چې د قبرس ضمانت کوونکي هیوادونه ترکیه ، یونان او انګلستان هم پکې ګډون کوي په اړه خبرې وکړې.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي ، په استانبول کې جوړیدونکی نوی هوايي ډګر به په یو زیات شمیر برخو کې د نړۍ تر ټولو د لوی هوايي ډګر عنوان خپل کړي. په خبر کې راغلي دي چې یواځې د نوموړي هوايي ډګر په اتو ځغاست لیکو کې به ۸۰۰ تنه د هوايي ټرافیک د تنظیم په خاطر په دنده وګمارل شي.
د استانبول دریم لوی هوايي ډګر لومړنۍ برخه به د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې په فعالیت پیل وکړي. د ویلو ده چې دا هوايي ډګر چې په څلور جلا جلا برخو کې جوړیږي د ۹۰ میلیونو تنو مساپرو د ظرفیت په لویوالي سره جوړیږي. په لومړني پړاو کې به د نړۍ ۲۵۰ هوايي شرکتونه یواځې ددې هوايي ډګر په یوې برخه کې په فعالیت پيل وکړي. د نوموړي هوايي ډګر د لومړنۍ برخې د فعالیدو سره به په ورځ کې ۲ زره الوتکې الوتنې وکړي.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د ټیوټا شرکت د ۳۵ میلیونو ایرو په پانګه اچونې سره د ترکیې د سکاریا په ولایت کې نوې فابریکه جوړه کړه. ددې فابریکې ترکي انجینیران چې د ټیوټا د C-HR ماډل داخلي برخه يي ډیزاین کړې وه د کار کولو په خاطر ټیوټا موټر مرکز جاپان ته واستول شول. په خبر کې راغلي دي چې د محمد فاتح قالا په مشرۍ ډله به ددینه وروسته د ټیوټا په اصلي مرکز جاپان کې کار وکړي. ورځپاڼې لیکلي دي چې ددینه وروسته په ځانګړې توګه د C-HR ماډل ټیوټا موټر داخلي برخه به د ترکي انجنیرانو لخوا جوړه شي. ترکي انجینیرانو ویلي دي چې دوی یواځې د اروپا لپاره د جوړیدونکو موټر داخلي برخه طرحه او ډیزاین کړې وه چې دا ډیزاین د ټیوټا د شرکت لخوا ډیر خوښ شو او د ټولو موټرو لپاره غوره شو.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د سوداګریزو خونو او سهامونو د بازارونو ټولنه د عربي نړۍ د سوداګریزو خونو د ټولنې سره د نوامبر په ۲۴مه نیټه په استانبول کې د تړون د لاسلیکولو سره د ترکیې او عربي نړۍ ګډه سوداګریزه خونه جوړوي.
د ویلو ده چې دا خونه به د ۲۲ عربي هیوادونو او ترکیې سوداګرو ترمنځه په ګډه کار کولو ته زمینه برابره کړي.
د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو د ټولنې ریس رفعت هسارجک اوغلو د ترکیې او عربي هیوادونو د ګډه سوداګریزې خونې د جوړیدو په اړه وویل « دا خونه به د ترکیې او عربي هیوادونو ترمنځه سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پسې قوي کړي. د ویلو ده چې د عربي نړۍ سوداګریزه خونه په ۱۹۵۱ کال کې تاسیس شوې او مرکز يي په بیروت کې قرار لري.
سعودي عربستان، قطر، بحرین، متحده عربي امارات، کویټ او عمان په څیر د خلیج بډایه هیوادونه ددې خونې غړیتوب لري.