د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

605146
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حرییت ورځپاڼې  « لویدیځه نړۍ د خپل ځان لپاره قبر کیني  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ته  د روغتیايي علومو د پوهنتون لخوا افتخاري ډکټورا  ورکړل شوه. ولسمشر اردوغان  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په مقابل کې  د اروپا په دریځ او چلند  د نیولې سره وویل چې «  لویديځ نړۍ  ددې ډول  دریځ او چلند سره په اصل کې خپل قبر په خپله کیني. پوره باور لرم  دا ترهګر  چې نن ورځ ترینه  اروپا  ملاتړ کوي  یوه ورځ  به پخپله  د اروپا   لپاره  تر ټولو ستر ګواښ وګرځي. لویدیځه نړۍ  د  ترهګریزو سازمانونو  او ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې  دوه مخي او ریا کاري کوي. د ګډوالو په مقابل کې  ضد انساني او ضد بشري  چلند  د هیچا هیر شوی ندی. دوی تش په نامه  د بشري حقونو  سورې او نارې وهي. په اصل کې  افراطیت او اسلامي دښمني  په ګډون  ډول ډول ناروغۍ  ددوی په خټه کې  اخګدل  شوي دي.  د همدې امله  دوی  د خپل قبر په کیندولو  پیل کړی دی . »

د سټار ورځپاڼې «  سټند ایند پورز سترګې خلاصې  شوې  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د مالیې وزیر ناجي اغبال  وویل چې  د اقتصادي درجه بندیو د نړۍوال سازمان ستند ایند پورز لخوا د ترکیې  د اقتصادي  لمبر  لوړول  یو ډیر مهم  پرمختګ  دی. هغه وویل چې  دې سازمان  بالاخره حقیقت  درک  کړ او سترګې  خلاصې شوې. ددې سازمان لخوا د ترکیې د اقتصادي لمبرو  لوړولو  ددې ښکارندويي کوي چې ترکیه  ساختاري  اصلاحاتو ته  ژمن  یو هیواد دی. هغه وویل چې نن ورځ په نړۍ کې  د پانګه اچونو په برخه کې په ترکیې  اعتماد  او باور کچه  ډیره لوړه ده . نن ورځ  د نړۍ  یو زیات شمیر نامتو پانګه وال  راځي او په ترکیه کې پانګه اچونه کوي. دا ځکه چې ترکیه  د منځ مهال او اوږد مهال  کې  د اقتصادي  ودې  د قوي پوتانشیل خاوند  هیواد دی.

د وطن ورځپاڼې  « په صادراتو کې  ریکاټ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې  د موټرو  سکتور  صادرات د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر د میاشتې  راهیسې  د لومړي ځل لپاره ریکاټ  مات کړ. د ترکیې د موټرو د صادراتو د ټولنې د شمیرو له مخې  په ترکیه کې  د موټر صادرات  د تیر کال په پرتله  ۸ عشاریه ۲ سلنه لوړ شوي دي. په ترکیه کې  د روان کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه  د موټرو صادرات  د تیر کال همدې میاشتو په پرتله  ۱۰ عشاریه ۸ سلنه ډیر شوي دي. همداشان  د روان کال د اکتوبر په میاشت کې بیا  د موټرو د صادراتو په برخه کې  ریکاټ  مات شوی دی .

د اکتوبر په میاشت کې  بیا  د نورو کلونو همدې میاشتې په پرتله  صادرات  ۳۵ سلنه  لوړ شوي   او ۴۱۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي . د اکتوبر په میاشت کې ترکیې نه  تر ټولو زیات صادارت د جرمني هیواد ته  ترسره شوي دي. په دویم  کتار کې بیا فرانسه  شتون لري.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د ترکیې د هوالسن شرکت د امریکا د کوانتم  ۳ ډي شرکت وپیردو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د هوا الکترونیک صنایع شرکت  هوالسن  د یو نیم کال  مذاکراتو نه وروسته  د امریکا  متحده ایالتونو د کوانتم  ۳ ډي  شرکت  وپیرود. د هیواد د هوالسن  د شرکت  مشر  احمد حمدي اتالای  د امریکا د کالفورونیا  په ایالت کې  د نوموړي  شرکت  د رانیولو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې  «  په نړۍ کې  د وروستۍ تکنالوژۍ نه د استفادې په خاطر  تل  هلې ځلې  کوو. ترکیه لومړنی هیواد دی چې په امریکا کې  د تکنالوژۍ  یو شرکت  وپيرود  چې دې مسلې  زمونږ رقیبان  ډیر ناراحته کړي دي . »

د صباح ورځپاڼې  «  ترکي زده کوونکې  د واکسین د محافظې د ماشین د جوړولو سره په نړۍ کې  لومړی  مقام  خپل کړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  په ترکیه کې د لیسې  زده کوونکې  الف ناز شنترک  د واکسین  د محافظت  په  خاطر  یو ډیر پرمختللې  ماشین  جوړ کړ. د نوموړې پلار  چې په کلینیک کې  دنده لري  او تل يي د واکسین د محافظت د ستونزې له امله  سر ټکوه  دا يي دیته  اړ کړه چې  د دې ستونزې ته  تل پاتې حلاره  پیدا کړي. هغه  یو داسې  ماشین  جوړ کړ یو حالت د هوا د تودوخي  د ساتلو توان لري. الف ناز شنترک  ددې پروژې سره  په برازیل کې جوړه شوې  د علمي پروژو په سیالۍ کې هم ګډون وکړ. هغه د خپلې دې پروژې  سره  پدې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ. په سیالۍ کې  د ۲۱ هیوادونو نه  څه باندې ۴۰۰ پروژو ګډون کړی وو.  



اړوند خبرونه