د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د قدر وړ دوست پوتین ملاتړ اړین دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د رسمي تلویزیون روسیه یو سره ځانمرګی مرکه وکړه.
ولسمشر اردوغان پدې مرکه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو په اړه مهم پیغامونه ورکړل.
ولسمشر اردوغان په مرکه کې په منځني ختیځ کې روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې « په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د د قدر وړ او قیمي دوست ښاغلي پوتین ملاتړ ته اړتیا لرو. پدې برخه کې د روسیې سره د همکارۍ په خاطر هر ډول ګام اوچتولو ته تیار یو. »
ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « دا کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت لخوا ترسره شوه. د کودتا په دویمه ورځ ښاغلي پوتین د ټیلیفون په کرښه اړیکه ټینګه کړه. پدې ټیلیفوني خبرو کې د کودتا سره سخت مخالفت څرګند کړ او زموږ نه يي د ملاتړ اعلان وکړ. د ولسمشر پوتین ددې دریځ له امله یو ځل بیا ترینه مننه کوم. »
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې توپچي ځواکونو په موصل کې د داعش په موضع ګانو بریدونه وکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عراق وسله والو ځواکونو د پیشمرګه ځواکونو په ملګرتیا او د نړۍوال ایتلاف په ملاتړ د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار د بیرته نیولو په خاطر د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د پیشمرګه ځواکونو د تیره ورځ د بعشیقه د سیمې د نیولو په خاطر په لوی تعرض پیل وکړ. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه هم د بعشیقه په سیمه کې د یو روزنیز کمپ لري. پدې کمپ کې په سلګونو تنه ترکي ځواکونه میشت دي. تیره ورځ د پیشمرګه ځواکونو لخوا د پیل شوي ستر تعرض په ترڅ کې د ترکي توپچي ځواکونو د یاد شوي کمپ نه د داعش په مرکزونو بریدونه پیل کړل. د نوموړو بریدونو نه وروسته پيشمرګه ځواکونه سیمې ته ننوتل او سیمه يي د داعش نه ونیوله. د بعشیقه سیمه په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې نه وژغورل شوه.
د حرییت ورځپاڼې « ستاسې جسارت او میړانتیا ته دې سلام وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر انقرې ته د راتګ نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. په خبر کې راغلي دي په پام کې لري چې انقرې ته د سفر په ترڅ کې به د ترکیې د ډیموکراسۍ د سمبول د ملي شورا ودانۍ نه لیدنه وکړي او د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د مخنیوي په برخه کې د ښودلي شهامت او میړانتیا له امله مننه وکړم. هغه وویل چې د جولای ۱۵ مې کودتا مونږ ټول د شوک او حیرانتیا سره مخامخ کړي یو او د ترکیې لخوا د کودتا د فاعلین د محاکمه کولو په برخه کې اوچت شوي ګامونه پر ځای ګامونه دي.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې سږ کال د لومړي ځل لپاره د ترکیې د ډیزاین د اوونۍ نندارتون جوړ شو. دا نندارتون چې د ترکیې د صادارتو د مجلس په همکارۍ جوړ شوی دی د نړۍ نه پکې ګڼ شمیر ډیزاینرانو ګډون وکړي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د والیبیال ښځیه لوبډلې د دویم ځل لپاره اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د اجزاجي باشي ویترا د والیبیال ښځینه لوبډلې د والیبیال په نړۍوالې اتلولۍ کې د دویم ځل لپاره اتلولي وګټله. یادې شوې ډلې چې تیر کال هم دا ستر بری ګټلی وو سږ کال يي یو ځل بیا د ترکیې شمله لوړه کړه. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د والیبیال دا ښځینه لوبډله لومړنۍ لوبډله ده چې دوه ځلې سر په سر اتلولي خپله کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې ترکیې دا څلورم ځل دی چې د سروزرو مډال ګټي. ترکیه د ښځینه والیبیال په برخه کې د نړۍ تر ټولو د بریالیو هیوادونو لقب خپل کړ.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۰ کال کې د ترکیې د فنرباغچې لوبډلې، په ۲۰۱۳ کال کې وقف بانک لوبډلې او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې بیا د اجزاجي باشي ویترا لوبډلې نړۍواله اتلولي خپله کړه.