د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

583190
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  قالن : د اوباما او پوتین سره به خبرې وکړو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن  د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې  د سوریې د حلب په ښار کې  د روانو حالاتو او بمباریو په اړه  اندیښنه وښوده. هغه وویل چې  په ټوله سوریه او په ځانګړې توګه  په حلب کې حالات په تلو تلو کې  ډیر خراب شوي دي. ترکیه به په سوریه کې  یو ځل بیا د اوربند د رامنځته کولو په خاطر هلې ځلې وکړي. هغه وویل چې  ولسمشر اردوغان به پدې اړه  د امریکا د ولسمشر ښاغلي اوباما  او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړي. هغه وویل چې ترکیه  په سوریه کې د اروبند په خاطر د هلو ځلو سره  د اتلولۍ  او یا د نورو نه د ستاینې د ترلاسه کولو له لټه کې ندی. هغه وویل چې د سوریې جګړه  نن ورځ  د نړۍ د سوپر طاقتونو په جګړې بدله شوې ده . دا جګړه د نړۍ د سوپر طاقتونو په نماینده ګیو ترسره کیږي. د همدې امله  ترکیه  په نوموړي هیواد کې د سولې او ثبات په خاطر  هلې ځلې کوي.

د صباح ورځپاڼې  « لومړنی ملي تلسکوب جوړیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ایرزورم ولایت  د اتاترک پوهنتون او د استانبول د اشق  پوهنتون په ګډه  د یو ډیر لوی تلسکوب د جوړولو په خاطر چارې پیل کړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې دا ملي تلسکوب  ( HUBBLE) فضايي تلسکوب نه  ۷ برابره قوي  او د لوړ دید په ظرفیت  جوړیږي.

دا تلسکوب به په اروپا کې تر ټولو  د لوړ دید خاوند  د ستور د څار تلسکوب عنوان ولري. همداشان  دا تلسکوب  د هیواد د پراختیا وزارت په مرسته جوړیږي.

د سټار ورځپاڼې  «  د موټر بازار  تود  شوی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د موټرو  بازار  د دوو میاشتو  سړښت نه وروسته  یو ځل بیا  تود شوی دی. په ترکیه کې د سپټمبر په میاشت کې  ۶۷ زره ۵۹۳ موټرې پلورل شوي دي . د ویلو ده چې تیر کال په همدې میاشت کې  ۵۱ زره ۳۴۰ موټرې پلورل شوې وې. سږکال  د موټرو بازار  د تیرکال همدې میاشتې په پر تله  ۹ سلنه وده کړې ده .

د حرییت ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې د موغلا  ولایت د داتچا  ولسوالۍ د کنیدوس په ۲۶۰۰ کلن تاریخي  ښار کې  د تاریخي کیندو  په ترڅ کې  نوې اثار  وموندل شول. په خبر کې راغلي دي چې  د کنیدوس  په انتیک  ښار کې د کیندو په ترڅ کې  د مهممو میلمنو لپاره  جلا شوې  ځانګړې  برخه  وموندل شوه.

پدې ښار کې د تاریخي  کیندونو یو تن  مسول  باتي کان بورا خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د تیاتر د سالون    دیوار  موندل شوی دی. هغه ویلي چې  دا دیوار د ۷ نه تر ۸ متره پورې لوړوالی  او ۱۰۰ متره  اوږد  دی. دا دیوار چې  د تیګو نه جوړ شوی دی  او په زړه پورې نقاشي  پرې شوې ده  نن ورځ هم  سالم  دی.

د وطن  ورځپاڼې  « په استانبول کې د جواهراتو  نندارتون  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ پنځم  لوی  د استانبول د جواهراتو  نندارتون  د اکتوبر په ۱۳مه نیټه  د ۳ ورځو لپاره په استانبول کې پیلیږي. دا نندارتون به د نړۍ  د جواهراتو مهم  شرکتونه  او مینه وال سره  راټول کړي. په خبر کې راغلي دي چې  وار د مخه  څه باندې ۸۰۰ داخلي او خارجي  شرکتونو پدې نندارتون کې د ګډون  لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

تمه کیږي  د ترکیې او نړۍ څه باندې  ۸۰۰ شرکتونه  خپل نوي ماډل  جواهرات  نندارې ته وړاندې کړي. د ویلو ده چې ترکیه په نړۍ کې  د سروزورو او جواهراتو په تولیداتو کې په په لومړنیو پنځو هیوادونو کې  ځای لري.



اړوند خبرونه