د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د رقه د عملیاتو نه ملاتړ کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا غونډه جوړه شوه. د هیواد مرستیال لومړي وزیر نورالدین جانکلي د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې ترکیه د امریکا سره په ګډه د رقه د عملیاتو په اړه مثبت نظر لري. هغه وویل چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما پدې اړه د ترکېې نه غوښتنه کړې ده . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې اړه مثبت نظر لري. د مسلې د تخنیکي اړخونو په مذاکرات دوام لري.
د صباح ورځپاڼې « د کودتا په اړه د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ګډ پلان » د سرلیک لاندې لیکلي دي د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو د همکارۍ او په ګډه د کار کولو اړوند مهم اعتراف ترلاسه شو.
د پې کاکا ترهګرې ډلې غړي چې د اګست په ۱۷ مه نیټه په وان ولایت کې د پولیسو په مرکز بمي برید کړی وو او د اپریل په دویمه نیټه يي د امنیت په امریت د موټر پر مټ برید کړی وو او وروسته ټپي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی وو د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ترمنځه همکاري او په ګډه د کارکولو په مسلې اعتراف وکړ. هغه په تحقیقاتو کې ویلي دي چې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه يي خبر درلود. څو ورځې مخکې د جولای په ۱۵ مه کودتا کیږي په اړه خبر رالیږل شوی وو. هغه ویلي دي چې د نوموړي خبر د ترلاسه کولو نه وروسته د پې کاکا جګپوړي چارواکي مونږ ته په عسکرو د بریدونو د درولو امر وکړ. خو د کودتا د ناکامیدو نه وروسته بیرته د پخوا په څیر د بریدونو امر ترلاسه کړ . د ویلو ده چې د هیواد استخباراتو د کودتا په شپو ورځو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا په عسکرو د بریدونو د نه ترسره کیدو په اړه څیړنې پيل کړې وې. د پې کاکا ترهګر بیان بیا هر څه په ډاګه کړل.
د خبرترک ورځپاڼې « ۹۰۰ میلیوني امنیتي پروژه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هوايي الکترونیک صنایع شرکت هاولسن ریس حمدي اتالای د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا ، داخلي او بهرنیو ګواښونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مهم اهمیت نه برښمنده پروژه اعلان کړه. هغه وویل چې دا پروژه د ټول هیواد د امنیت لپاره ځانګړې اهمیت لري. په پروژې کار دوام لري. هغه زیاته کړه چې د هیواد د ټولو ښارونو د امنیت لپاره د پروژې مالي لګښت ۹۰۰ میلیونه ترکي لیرې اټکل شوی دی . هغه زیاته کړه چې ددې پروژې په چوکاټ کې به د هیواد په هره برخه کې او په هره حاکمه نقطه کې په وروستۍ تکنالوژۍ سمبالې امنیتي کمرې او د څار ځانګړي سیستمونه ځای په ځای شي. هغه وویل ددې پروژې سره به د بیلګې په توګه که چیرې یو سړی د هیواد د یو ګوټ نه ترکیې ته راداخل شي تر بل ګوډه پورې ګام په ګام وڅارل شي . دا سیستم په پرمختللې تکنالوژۍ چې په عینې وخت کې د انسان د مخ د څیرې، هویت او موټرو د لمبر پلیټونو په اړه د څیړونو او ارزونې ظرفیت لري.
ددې پروژې د سرته رسیدو سره به هیواد لا په قوي امنیتي سیستم سمبال شي.
د حرییت ورځپاڼې « عثماني رواقونه له سره په کعبه کې ځای په ځای کیږي » په سعودي عربستان کې د کعبې د طواف ساحې د پراخولو د چارو پر مهال نړول شوي رواقونه یا سایه بانونه د خپل پخواني ځای نه ۲۰ متره لرې سیمه کې ځای په ځای کړې شول.
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز ویلي دي چې دا عثماني رواقونه د کعبې شریفې د امیل په څیر دي. د یادولو وړ ده چې دا رواقونه د عثماني امپراتورۍ د نامتو معمار معمار سینان لخوا جوړ شوي دي. د کعبې د طواف د پراخوالي ساختماني چارو د پایته رسیدو نه وروسته به ټول رواقونه د سپوږمۍ په شکل سره د کعبې شاوخوا ته ځای په ځای کړې شي.
د یادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې پنځه کاله مخکې د کعبې د طواف د سیمې د پراخولو د چارو پر مهال د نړول شوو رواقونو په اړه ترکیې سخت غبرګون ښودلی وو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په هغه وخت کې د سعودي د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز سره په لیدنه کې د هغه نه په کعبه کې د رواقونو له سره د ځای په ځای کولو غوښتنه کړې وه.