د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د فرات ډال عملیاتو د پې وای ډي ترهګرې ډلې د پرمختګ مخه ونیوله » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د سوریې سره په پوله کې د فرات نهر لویدیځ لورې ته د سیمې په اړه نړۍوالې ټولنې ته د اندیښنو څرګندولو او خبرداري نه وروسته د جرابلس مهمې سیمې په خاطر په عسکري عملیاتو لاس پورې کړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې سره د پولې هغه لورې نه د داعش او پې وای ډي ترهګرو ډلو د مخامخ ګواښونو د برطرفه کولو په خاطر په عسکري عملیاتو پیل وکړ. په خبر کې راغلي دي چې دا عملیات د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره کیږي. د عملیاتو په ترڅ کې د ازادې سوریې ځواکونه د ترکیې د ټانکونو او وسله والو ځواکونو په مرسته د ماښام په ساعتونو کې جرابلس ښار ته ننوتل او ښار په بشپړه توګه د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه شو.
د وطن ورځپاڼې « داعش تښتي او پې وای ډي په شا تګ پیل کړی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د حلب ښار د جرابلس ولسوالي د داعش نه تصفیې او د پي وای ډي ځواکونو د په شا تنولو په موخه پرون د سهار په ساعتونو کې د فرات ډال په نامه عسکري عملیات پیل کړل. په خبر کې راغلي دي چې ترکي ځواکونو د ۱۲ ساعتونو په دننه کې سیمه د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه کړه او د پې وای ډي ترهګرې ډلې ته خبرداری وکړ. انقرې پې وای ډي ته خبرداری ورکړ که چیرې د فرات د لویدیځ نه په شا نشي په مقابل کې به يي لازم ګامونه پورته کړي . پې وای ډي د ترکیې د خبرداري نه وروسته د فرات د لویدیځ نه د ختیځ په لورې په شاتګ پیل کړ.
د حرییت ورځپاڼې « بایدن د ترکیې نه ملاتړ اعلان کړ، د کوردانو دهلیز مخه به ونیسو» د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت د کودتا د ناکام اقدام نه وروسته پرون ترکیې ته راغی. په خبر کې راغلي دي چې بایدن د کودتا نه وروسته ترکیې ته راغلی لومړنی جګپوړی امریکايي چارواکی دی. هغه د ترکیې د ملي شورا د ودانۍ نه چې د کودتا پر مهال پرې هوايي بریدونه شوي وو لیدنه وکړه. ورځپاڼې لیکلي دي بایدن د ترکیې د پارلمان د ریس سره د لیدنې نه وروسته د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره لیدنه وکړه. هغه پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل « که چیرې د پې وای ډي ځواکونه د فرات د لویدیځ نه په شا نشي امریکا به پرې مرستې پرې کړي »
همداشان بایدن د ماښام په ساعتونو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړه.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې نه بښنه غواړم، کاشکې چې مخکې راغلی وای » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن د کودتا نه سمدلاسه وروسته ترکیې ته د نه راتګ له امله بښنه وغوښته. هغه وویل چې د امریکا خلک او دولت د ترکیې د ملت او مشروع حکومت نه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر اوباما د کودتا نه وروسته د ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کوونکی د لومړنیو مشرانو دی. هغه زیاته کړه دا چې د ځینو په اند په ترکیه کې مو د کودتا په اړه لازم غبرګون ندی ښودلی دادی زه خپله راغلم.
بښنه غواړم ، کاشکې چې مخکې راغلی وای .
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : فتح الله ګولن باید ونیول شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې وویل چې « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر اوس هم ددې ترهګریز سازمان سوق او ادارې ته دوام ورکوي. ددې مسلې مخنوی د هغه د نیول کیدو او نظارت ته د اچولو سره د امکان وړ دی.