د ترکیې   د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې   د ورځپاڼو سرټکي

557192
د ترکیې   د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « ترکیې په غبرګو ترهګریزو سازمانونو بریدونه وکړل  »   د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو او پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا په ګډه  د سوریې په شمال کې  د ځای په ځای کیدونکو ترهګرو  پر خلاف  ګام پورته کړ. ترکیې  د سوریې د جرابلوس په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په موضعګانو او په منبیچ کې  د پې کاکا او پي وای ډي ترهګرو ډلو  په مرکزونو  د توپخانې  بریدونه وکړل. د پي وای ډي ترهګره ډله  چې غواړي د جرابلوس د سیمې په نیولو سره  په سیمه کې  خپل حاکمیت ټینګ کړي دي د ترکیې د بریدونو له امله په شا تګ  ته  مجبوره شوه. ترکیې  یوځل بیا ټولې نړۍ ته دا وښوده چې د سوریې په شمال کې به ترهګرې ډلې ځای په ځای کیدو ته اجازه ورنکړي.

د خبرترک ورځپاڼې  « د اقتصاد وزیر هالنډ او ایټالیا نه لیدنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  د ایټالیا او هالنډ سره  د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په مسلو د خبرو او پدې اړه  د نوو همکاریو لپاره  د زمینې د برابولو په مسلې  د خبرو کولو په موخه د ایټالیا او هالنډ نه لیدنه کوي. د اقتصاد وزیر زیبکچي به نن  د هالنډ د لاحې په ښار کې د لیدونو کتنو نه وروسته  سبا د ایټالیا پلازمینې روم ته  سفر وکړي.

د حرییت ورځپاڼې   لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  عسکري قشلې، ټانکونه او زغرول ګاډي د ښارونو د مرکزونو نه  اطرافو ته د انتقال پریکړه وشوه. د نوموړې پریکړې له مخې  اطرافو ته د عسکري قشلو او ټانکونو د انتقال بهیر  پرون رسمآ پیل شو.

د استانبول  د ایسن لر د باش تابیا د قشلې ټانکونو او زغروال ګاډي  د تکیرداغ ولایت د چورلو ولسوالۍ ته  او  د انقرې د ایتيمسکوټ او ماماک د عسکري قشلو ټانکونه او زغروال ګاډي  د چانقیري  ولایت ته  انتقالیږي . تمه کیږي چې  دا بهیر  د سپټبر تر ۱۱ مې نیټې پایته ورسیږي.

د سټار ورځپاڼې  « په مرستو بار دویمه  کښتۍ د اختر مخکې غزې ته رسیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې  سرې میاشتې  غزې ته د یوې کښتې مرستو استولو ته تیاری نیولی دی . د ترکیې سرې میاشتې ویلي دي چې  په خوراکي توکو، درملو، قرطاسیه  او نورو لومړنیو اړتیاو موادو  باندې  بار  کښتۍ  به  د اختر نه مخکې  غزې ته واستوي. سرې میاشتې ویلي دي چې په مرستو بار  دا کښتۍ به د ترکیې مارسین ولایت نه د غزې پر لورې حرکت وکړي. د سرې میاشتې ریس  کرم قینک ویلي دي چې  پدې کښتۍ کې به لس زره ټنه خوراکي توکي غزې ته واستول شي. هغه ویلي دي چې په پام کې لري چې په هرو دوو  او یا دریو میاشتو کې یوه کښتۍ مرستې غزې ته واستوي.

د صباح ورځپاڼې  « پې بال  په ترکیه کې په فعالیت پیل کوي  » د سرلیک لاندې لیکلي د ترکیې د بانکي سیستمونو د کنټرول ادارې  د جون په میاشت کې د پې بال  د شرکت  په سیستم کې  د بعضو ستونزو له امله  د یاد شوي شرکت  د فعالیت اجازه فسخه کړه. نوموړی شرکت  په پام کې لري چې  د کروس بارډر په نامه  د نوي سیستم  سره  په ترکیه کې په فعالیت پیل وکړي. یاد شوي شرکت اعلان کړی دی چې د ۲۰۱۷ کال تر وروستیو به خپل سرورونه د ترکیي د سیستمونو سره  اشنا کړي. د ویلو ده چې  د کروس بارډر  د سیستم سره  د ترکیې نه بهر کسان کولی شي چې  د انټرنټ له لارې په ترکیه کې راکړه ورکړه وکړي  خو د ترکیې دننه څوک نشي کولی چې  د ترکیې نه بهر څه وپیري.     



اړوند خبرونه