د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ً د ترهګرو لپاره استانبول او لندن ترمنځه توپیر شتون نلري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د اتاترک په هوایي ډګر کې د ځانمرګیو بریدونو نه ورووسته وویل چې « نړۍ په ځانګړې توګه لویدیځ هیوادونو نه د خپلو ټولو اداراتو، پارلمانونو، ملکي او مدني ټولنو او مډیا د ځواک سره د ترهګرو سازمانونو پر خلاف غوڅ دریځ غوره کولو تمه کوو. هغه زیاته کړه چې د ترهګرو لپاره د استانبول او لندن، د انقرې او برلین، د ازمیر او شیکاګو او د انتالیا او روم ښارونو ترمنځه کوم توپیر شتون نلري.
که چیرې د نړۍ ټول دولتونه او ټول بشریت په ګډه ددې ترهګرو پر خلاف مبارزه ونکړو ټول هغه احتمالونه چې نن ورځ يي په خوله د نوم اخیستو نه هم ډاریږو یو یو په حقیقت بدل کړي .
د صباح ورځپاڼې ً انګلستان : ترکیه د امنیت له پلوه د ډاډ وړ هیواد دی ، په ډاډمن زړه ترکیې ته سفر کولی شئ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د انګلستان په بهرنیو هیوادونو کې د انګلیسانو د امنیت مسولې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ادارې مسول جان ماریوت او د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریس توم دوود د انګلیسانو ته ویلي دي چې ترکیه د امنیت له پلوه د ډاډ وړ هیواد دی. ترکیې ته په ډاډه زړه د رخصتۍ د تیرولو په خاطر سفر کولی شئ. نوموړو انګلیسانو ته ویلي دي چې په ځانګړې توګه د ترکیې انتالیا ولایت ته په ډاډه زړه د رخصتۍ د تیرولو په خاطر سفر کولی شئ. د امنیت له پلوه هیڅډول کومه ستونزه شتون نلري. نوموړو ویلي دي چې د ترکیې سره په نږدې اړیکو ټینګار کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې ً اروپايي ټولنې کوچني غړي هیوادونه ګواښلي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي انګلستان د ټولپوښتنې سره اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو سره یو زیات شمیر نورو هیوادونو هم د ټولنې پر خلاف د بیرغونو په پورته کولو پيل وکړ. اروپايي ټولنې لویو لویو هیوادونو ددې هیوادونو د غږونو د ټپولو په خاطر انګلستان ته د جزا ورکولو پریکړه وکړه. د اروپايي ټولنې لویو لویو اقتصادي او د اقتصادي درجه بندیزو شرکتونو د انګلستان پر خلاف د ګامونو په پورته کولو پيل وکړ. کارپوهان وايي چې ددې خبرې اصلي لامل کوچینو هیوادونو لکه سلواکیا ، هالنډ او داسې نورو ته سرې سترګې ښودل او ګواښل دي. اروپايي ټولنه غواړي چې پدې ډول ددې هیوادونو غږونه ټپ کړي. د ټولنې هغه غړي هیوادونه چې د ټولنې د سیاستونو نه ناراحته دي او غواړي چې بهر شي د لویو لویو هیوادونو لخوا په غیرې مستقیم ډول سره د فشار لاندې نیول شوي دي.
د وطن ورځپاڼې ً د اختر ۹ ورځې رخصتۍ د ګرځندوی سکتور هیلې راژوندۍ کړي ً
د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې په دولتي اداراتو کې د اختر ۹ ورځنۍ رخصتۍ د ګرځندوی سکتور د په خپو درولو په خاطر هیلې راژوندۍ کړي دي.
په ځانګړې توګه په هیواد کې د ساحلي څنډو کې وار د مخه ګرځندوی سکتور په حرکت پیل کړی دی . د کرځندوی سکتور د چارواکیو په وینا په هوټلونو او د رخصتۍ په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه د پام وړ لوړه شوې ده .
ځايي ګرځندویان په ځانګړې توګه د هیواد ایژې او سپینې مدیترانې سیمو ته ترجیح ورکوي.