د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

501249
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  ً د ترهګرو نه  په پاکو شو سیمو کې د بیا رغونې چارې پیل شوې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د حکاري ولایت د یوکسک قوا په ولسوالۍ کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا د کیندل شوو کندو د ټپولو، د خښ شوو ماینونو د پاکولو  او ولسوالي د پې کاکا ترهګرې ډلې د شر نه  پاکولو نه وروسته روان عملیات  پایته ورسیدل. په یاد شوي ولسوالۍ کې  امنیت په کامله توګه  ټینګ شوی دی . همداشان د ولسوالۍ خلک چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د ګواښونو له امله  نورو سیمو ته کډه شوي وو  بیرته  خپلو کورونو ته  راستینږي. په یادې شوې ولسوالۍ کې  د عملیاتو د پایته رسیدو سره سم  د بیارغونې، دیموکراسۍ د پلي کیدو، پانګه اچونو، تولیداتو د کچې د لوړولو او استخدام په خاطر  په هلو ځلو پیل شوی دی .

د وطن ورځپاڼې  ً د رقه پلان  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د ترکیې لخوا امریکا ته  د وړاندې شوي  د رقه پلان په اړه  خبریالانو ته معلومات ورکړل. پدې پلان کې  د رقه ښار  د داعش ترهګرې ډلې نه د بیرته نیولو په خاطر  امریکا ته  په ګډه  د عسکري عملیاتو وړاندیز  شوی دی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  په سوریه کې د ازادې سوریې مخالفو ځواکونو  د داعش پر وړاندې  په پرمختګ پیل کړی دی . سره ددې چې دا پرمختګ په کلاره  روان  دی خو بیا هم  ډیر مهم  دی. ترکیې امریکا ته وړاندیز کړی دی چې  د جبرابلوس  له لارې  د رقې د ښار پر لورې  نوې جبهه او کرښه پرانیزي .

د سټار ورځپاڼې  ً ترکیې په فرانسې د اعتدال غږ وکړ  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په فرانسه کې  د حکومت لخوا د استخدام  په قانون کې د تغیر د راوستو د غوښتنې پر وړانډې  د خلکو قهر پاریدلی دی . د بله پلوه  د فرانسې پولیسو  د مظاهره کوونکو پر خلاف  د بد دریځ او چلند غوره کړې دی. پولیس د مظاهره کوونکو پر وړاندې  د شدت نه کار اخلي. ترکیې د همدې امله په فرانسې د اعتدال غږ کړی دی . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په فرانسه کې د روانو پرمختګونو په اړه اندیښنه ښودلې ده .

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم  ویلي دي چې  د فرانسې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره کوونکو پر وړاندې د غوره کړي چلند او دریځ له امله اندیښمن یو. هغه د فرانسې په چارواکیو او مظاهره کوونکو د اعتدال غږ کړی دی .

د صباح ورځپاڼې  ً د ترکیې کوچني شرکتونه د انټرنټ له لارې په صادراتو پيل کوي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې  کوچني شرکتونه  د انټرنټ له لارې  نړۍ بازارونو ته  داخلیږي. دوی غواړي چې خپل توکي  نړۍوالې بازارونو خلکو ته ورسوي. د eBay   شرکت چې په ۲۰۱۱ کال کې  د ترکیې کیتي ګیدیور په نامه  د انلاین سوداګرۍ  سایټ  وپیره  په پام کې لري چې  د ترکیې کوچنیو شرکتونو لپاره  نړۍوالې بازارونو ته د لاس رسي په خاطر یو نوی سیستم په کار واچوي. ددې سیستم  له لارې به  ترکي شرکتونه د نړۍ په هر کوټ کې  د خپلو توکو د پلورلو  فرصت  ترلاسه کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  ً د ښځو ونډه او فعالیت د فقر او بې وزلۍ کچه راټیټوي  ً د سرلیک لاندط لیکلي دي د استانبول د سوداګرۍ  خونې په مشرۍ  د بیړنیو حل لارو ادرس تر نامه  لاندې  د ښځو لپاره  ځانګړې پروژه  سرته ورسوله. ددې پروژې په چوکاټ کې روزل شوو ښځو ته  د فراغت سندرونه ورکړل شول. پدې مراسمو کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  میرمن  آمنې اردوغان هم  ګډون کړی وو د استانبول  د سوداګریزو خونو مشر  ابراهیم چاغلر  وویل چې په ترکیه کې  ۸۰۰ کاله مخکې  د لومړي ځل لپاره  د ښځو ملکي ټولنه جوړه شوه . دا ټولنه  د باجیانې  روم  په نامه وه. دې ټولنې  په اناطولیا کې  د ښځو د یووالي او وحدت په خاطر ډیر کار وکړ چې نن ورځ په مونږ ویاړو.

هغه وویل چې ددې پروژه نه يی موخه  د ښځو لا پیاوړتیا  او په هغو برخو کې چې ونډه يي ګمرنګه ده  ډیرول دي.


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه