د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې ً ترکیه د کډوالۍ د بهیر د درولو په برخه کې کلیدي هیواد دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني لومړۍ وزیر انګیلا مرکل ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو په برخه کې لاسلیک شوي تړون زیان لیدولو ته باید اجازه ورنکړی شي.
هغه ویلي دي چې ترکیه اروپا پر لورې د نامنظمه کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې کلیدي هیواد دی. پدې مسلې باید هیڅوک سترګې پټې نکړي. هغې ویلي دي چې د ترکیې سره شوي تړون ته اړتیا لرو. د یادولو وړ ده چې ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو په برخه کې د لاسلیک کړي تړون په مقابل کې ترکیې ته د شپږو میلیاردو ایرو مرستې او ترکیې وګړو ته د اروپا د ویزو د معافیت پریکړه شوې ده.
اروپايي ټولنه د ترکیې وګړو ته د ویزې د معافیت په مسله کې تر اوسه پورې کوم جدي ګام ندی پورته کړی.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې حکومت د نړۍوالې پانګې او تجربه کارو کارګرانو د جلب او جذب په خاطر ملي شورا ته د بهرنیانو د استخدام په اړه د قانون طرحه وراندې کړه. د ویلو ده چې په ترکیه کې د بهرنیانو د استخدام په اړه په قانون کې د تعدیل سره به بهرنیان د کار د اجازه نامې د ترلاسه کولو سره په اتوماتیک ډول سره د اوسیدو اجازه نامه هم ترلاسه کوي. د نوموړې طرحې تر ټولو مهمه ماده شین کارت ماده ده. ترکیه په پام کې لري چې د امریکا متحده ایالتونو په څیر د شین کارت سیستم په کار واچوي. هر هغه څوک چې دا شین کارت ترلاسه کوي د ترکیې تابعیت ته د مراجعې حق هم ترلاسه کوي.
د شین کارت د خاوندانو په اړه د څیړونو او پوره ډاډ د ترلاسه کیدو نه وروسته نوموړي د ترکیې تابعیت د حق نه هم برښمند کیدی شي.
د وطن ورځپاڼې ً په ترکیه کې د ټرانسپورت په برخه کې تر ټولو ستره پروژه د روان کال تر پایه سرته رسیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د اورواسیا تونل پروژه چې په پام کې وه د ۲۰۱۷ کال په نیمايي کې سرته ورسیږي او په فعالیت پيل وکړي د ټاکل شوې مودې نه ۸ میاشتې مخکې ساختماني چارې پایته رسیږي او په فعالیت پيل کوي. د اورواسیا تونل په استانبول کې دوه لویې وچې د بحر په تل کې سره تخلوي. تمه کیږي چې د نوموړي تونل نه د ورځې څه باندې سل زره موټرې تیرې شي. د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر بن علي یلدرم تیره ورځ وویل چې د اورواسیا تونل پروژه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۷ کال په نیمايي کې پایته ورسیږي د ټاکل شوې مودې نه ۸ میاشتې مخکې پایته رسیږي او په فعالیت پیل کوي. هغه وویل چې دا پروژه ټولټال د ۴۷ میاشتو په دننه کې سرته رسیږي. د اورواسیا د تونل د ۱۴ عشاریه ۶ کیلومترو په اوږدوالي سره د ترکیې لپاره د ټرانسپورت په برخه کې تر ټولو مهمه پروژه ده. دا پروژه به د روان میلادي کال تر پایه پایته ورسیږي او په فعالیت به پيل وکړي. پدې پروژه یو میلیارد او ۲۴۵ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی . ددې پروژې سره به د استانبول د ټرافیک ستونزه تر ډیره حده حل کړی شي.
د سټار ورځپاڼې ً د نړۍ تر ټولو ښکلی بازار ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د المان او فرانسې د ګډ کولتوري تلویزیوني کانال ( ARTE) لخوا په جوړ شوي ۴۵ دقیقه یي مستند فلم کې د استانبول د سرپټي بازار نه د نړۍ تر ټولو د ښکلي بازار په توګه یادونه شوې ده .
د ویلو ده چې دا مستند فلم د استانبول د سرپټي بازار د تاریخ او پټو رازونو او د اقتصادي او ګرځندوی په برخه کې د ترکیې د اقتصاد سره د مرستو په اړه جوړ شوی دی .
د ویلو ده چې دا مستند فلم به د مې په ۳۰ مه نیټه په تلویزیونونو کې خپور شي.