د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

480803
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د صباح ورځپاڼې  ً اف ۱۶ هوايي بریدونو سره  يي لوژیستیک لارې  قطع شوه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د پې کاکا ترهګرې ډلې  د تیر کال د جولای په میاشت کې  د روغې جوړې  د بهیر  د خپو لاندې کولو نه وروسته  د پیل شوو عملیاتو په لړ کې  لویه  ضربه لیدلې ده . د ترکیې وسله والو ځواکونو  د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې  د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې  د یادې شوې ترهګرې ډلې  پټنځایونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، قراګاه ګانې  او د ورځنیو اړتیا د پوره کولو په خاطر جوړې کړې فابریکې  په هوايي بریدونو کې  له منځه وړي دي. د ترکیې د وسله والو ځواکونو د معلوماتو له مخې  په قندیل غرونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د وسلو او مهماتو د ډیپوګانو سربیره د خوراکي توکو ، جامو  او نورو لومړنیو اړتیاوو ډیپوګان هم په کامله توګه له منځه وړل شوي دي. همداشان  تسلیم شوو ترهګرو هم  د ترکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو لخوا د قندیل په غرونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند د وسلو او مهماتو د ډیپوګانو سربیره د خوراکي توکو او جامو ډیپوګان د ویشتو نه پخلی کړی دی .

ترهګرو ویلي دي چې  دم ګړۍ  پې کاکا خپلې لومړنۍ اړتیاوې  د سوریې د شمال نه  د اسونو او قچرو په واسطه  پوره کوي.

د خبرترک ورځپاڼې ً په حلب کې قتل عام  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د سوریې دویم  لوی  او تاریخي  د حلب ښار  د جګړې په اصلي ډګر بدل شوی دی . د اسد رژیم  د ښار د تخلیه کولو په خاطر  په ملکي وګړو بمباریو ته دوام ورکوي. تیره ورځ  د اسد د رژیم  او روسیې جنګي الوتکو په حلب  کې  د ملکي وګړو د سیمو سربیره  په روغتونونو هم  درانده  بریدونه وکړل چې له امله يي په لسګونو تنه ملکي وګړي او روغتیايي پرسونل ژوند د لاسه ورکړ. د بله پلوه د سوريې لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون ځانګړي استازي ستیفن د میستورا  ویلي دي چې په سوریه کې په هرو ۲۵ دقیقو کې  یو تن  ژوند د لاسه ورکوي او په هرو ۱۳ دقیقو کې یو تن ټپي کیږي. هغه ویلي دي چې  په سوریه کې  اوربند  د چا خبره له منځه تللی  دی. هغه  د اوربند د ژغورلو په خاطر په امریکا او روسیې  غږ کړی دی. هغه ویلي دي چې روسیه او امریکا باید په لوړه کچه هلې ځلې وکړي ترڅو اوربند په کامله توګه ختم نشي.

د حرییت ورځپاڼې  ً په ایژه کې لامبوونکی  هوټلونو په فعالیت پیل وکړ  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي  د هیواد د ګرځندوی د مرکزونو نه  د مارماریس  په خلیج کې  لویو لوی  لوکسو کښتیو ګرځندویانو ته د هوټل په توګه په خدماتو پیل کړی دی . ګرځندویان  د نورمالو هوټلونو نه  د سمندر په منځ کې او په لوکسو کښتیو کې پاتې کیدو ته  ترجیح ورکوي. همداشان  دا لوکسې کښتۍ  خپلو مشتریانو ته  د هوټل د خدماتو د ورکولو سربیره  هغوې ته  د سمندر په تکو شنو اوبو کې  چکر هم  ورکوي. پدې کښتیو کې ټولې هغه اسانتیاوې او سهولتونه  موجود دي چې په نورمالو هوټلونو کې موجود وي . پدې کښتیو کې د ټیلیفون، انټرنټ، سونا حمام، ترکي حمام، ژکوزي، لوی لوی حوزونه، د سورف ، رینګو  او د اوبو د یخمالک په څیر  ټول سهولتونه  موجود  دي.

د وطن ورځپاڼې  ً د انګلستان د کوچني شهزاده ډیری جامې  د ترکیې د دینزلي په ولایت کې جوړیږي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  تیره اوونۍ  د درې ورځني سفر په ترڅ کې  انګلستان ته سفر کړی وو. اوباما  په لندن کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې  د انګلستان د دویم  شهزاده ویلیم  او د هغه د میرمن  کیت  سره هم  لیدنه وکړه.

دا لیدنه  د لندن د کیسینګ ټون په ماڼۍ کې  وشوه. د ویلو ده چې د دویم شهزاده کوچني زوی  د خوب په کالو کې  اوباما ته هر کلی ووایه. د کوچني شهزاده  د خوب جامو په ټولنیزه مډیا کې  د بحث وړ مسله وګرځیده. ویل کیږي  د کوچني شهزاده لپاره د خوب جامې  د ترکیې د دینیزلي په ولایت کې د یوې کمپنۍ لخوا جوړیږي. نوموړې کمپنۍ ویلي دی چې  په ټولنیزه مډیا کې  د کوچني شهزاده  د عسک د خپریدو نه وروسته  دوی  یو زیات شمیر فرمایشونه ترلاسه کړي.

دا کمپنۍ د انګلستان ته په کال کې د پنځه میلیونو ایرو ځانګړي صادارت  لري.

 


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه