د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

467103
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حرییت ورځپاڼې ً د ازادې سوریې د ځواکونو پرمختګ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په سوریه کې د ازادې سوریې او فتحې اردو ځواکونو د الرای د سیمې د چوبانیه کلی د داعش ترهګرې ډلې نه ونیو. په خبر کې راغلي دي چې د الرای سیمه د ترکیې د کیلیس ولایت د البیلي ولسوالۍ ته مخامخ موقعیت لري. همداشان دا سیمه د سوریې په شمال کې د عزز او جرابلوس د سیمې په منځ کې موقعیت لري. همداشان په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګه پي واي ډي د جرابلوس د سیمې د نیولو هڅه کوي چې د ازادې سوریې د ځواکونو لخوا د چوبانیه د سیمې د نیولو سره د هغوې پر وړانډې بل لوی خنډ جوړ شو. پداسې حال کې چې امریکا متحده ایالتونه د یادې شوې سیمې نه د داعش ترهګرې ډلې د ویستو لپاره هلې ځلې کوي ترکیه غواړي چې سیمه د عرب او ترکمن قومونو د ځواکونو لخوا چې ترینه ملاتړ کوي ونیول شي.

د ینې شفق ورځپاڼې ً د ۴۷ میندو فریاد ً د سرلیک لاندې د سوریې د درعا ښار چې د دریو کلونو راهیسې د اسد د ځواکونو د محاصرې لاندې قرار لري ۴۷ تنو میندو د سوریې خلکو او دولت ته په استولي سرخلاص لیک کې ویلي دي که چیرې هر څه ژر دوی ته مرستې ونه رسیږي ماشومان او خپل او خپلوان به يي د ولګې له امله ژوند د لاسه ورکړي. دې ۴۷ میندو پدې سرخلاص لیک کې په فریاد سره لیکلي دي که چیرې مرسته ونه رسیږي د خپلو ماشومانو د مړینې شاهدي به وکړي. په لیک کې په ټولو غږ شوی دی چې هر څه دوی ته د مرستې لاس اوږد کړي . په لیک کې ویل وشي دي چې په نړۍ غږ کوو چې هر څه ژر بیرنۍ مرستې ته اړتیا لرو. پداسې حال کې چې نوموړې میندې د بیړنۍ مرستو په خاطر فریادونه کوي د نوموړې سیمې په څو کیلومترۍ کې د ملګروملتونو د مرستو دفتر پرې غوږونه ټپ کړي دي. د ملګروملتونو د مرستو رسولو دفتر هغه سیمې چې د دریو میاشتو په دننه کې ورته مرستې رسیږي هغه د محاصرې لاندې نه شمیري. دوی په سیمه کې د محاصرې لاندې سیمې پټوي. د ملګروملتونو د سازمان له قوله په دمشق کې ۳۹۳ زره تنه کسان د محاصرې لاندې قرار لري خو د محاصرو لاندې د سیمو د څار سازمان ویلي دي چې په دمشق کې ۱ میلیونه تنه د محاصرې لاندې قرار لري.

د سټار ورځپاڼې ً د پانګه والو مخه ترکیې ته راوښتې ده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه د پانګه والۍ په برخه کې د پانګه والو لپاره تر ټولو ډاډمن هیواد دی. په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې د نړۍ لویو لویو شرکتونو لکه ټیوټا، میرسیدیس بنز، هونډايي او د کاناډا بومباردي په ترکیه کې فعالیت لري د جرمني د هومیش د غیرې منقول نړۍوال شرکت په ترکیه کې د ۲۰۰ میلیونو ایرو په ارزښت د پانګه اچونې ته تیاری نیولی دی. همداشان د قطر د هیواد د ریتاژ ګروپ شرکت په ترکیه کې د ۷۰۰ میلیونو ډالرو پانګه اچونې لپاره پلان جوړ کړی دی .

د خبرترک ورځپاڼې ً د ترکیې علمي څیرې په انترکتیکا کې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د یو زیات شمیر پوهنتونونو څیړونکو د بعضو علمي تحقیقاتو لپاره د کنګلونو قارې انترکتیکا ته د تلو په خاطر د برازیل نه حرکت وکړ او تیره ورځ انترکتیکا ته ورسیدل. ترکي څیړونکي به په سیمه کې د اوکراین د هیواد په تحقیقاتي مرکز کې د اوکرایني څیړونکو سره په ګډه ۱۵ ورځو لپاره تحقیقات وکړي.

همداشان ترکي څیړونکو په انترکتیکا کې د ترکیې بیرغ ورپو.

د وطن ورځپاڼې ً د ښاري جوړونې پروژه به ښارونو ارزښت څو برابره لوړ کړي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په استانبول کې د ترکیې د اقتصاد سره د ښاري بیاجوړونې د پروژو د مرستو په خاطر غونډه وشوه. پدې غونډه کې هغه شرکتونو چې د ښاري بیاجوړونې پروژې په غاړه لري ګډون کړی وو. پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ښاري بیاجوړونې پروژې د ښارونو او سیمو ارزښت او قیمت څو برابره لوړوي. ددې پروژو سره به د ترکیې د یو زیات شمیر سیمو ارزښت څو برابره لوړ شي.


پيوندونه: #ترکیه , #مطبوعات

اړوند خبرونه