د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

455834
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د حرییت ورځپاڼې ً د استانبول د وروستۍ ځانمرګي برید تر ټولو کوچنۍ قربانه اسیه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د مارچ په ۱۹ مه نیټه د سهار په ۱۰ بجو او ۵۵ دقیقو د استانبول تر ټولو په نامتو د استقلال په واټ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۳۹ تنه نور ټپیان شول. ددې برید تر ټولو کوچنۍ قربانه ۲نیم کلنه اسیه ده چې سخټه ټپۍ شوې او په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.دوه نیم کلنه اسیه د سترګې او مغزو د عملیاتو نه وروسته د کوما په حالت کې قرار لري. پدې پیښه کې اسیه د خپل پلار ، مور او بلې خور سره یو ځای ټپۍ شوې وه. ټوله ترکیه د دونیم کلنې اسیې د روغتیا په خاطر لاس په دعا دي. په زرګونو تنو دوه نیم کلنې اسیې ته لیکونه او پیغامونه استولي دي. یوې لس کلنې بلې کوچنۍ اسیې ته په استولي لیک کې لیکلي دي چې ً زما نوم نرګس دی. زه کوچنۍ یم خو زړه مې ډیر لوی دی. د ویلو لپاره ډیر څه لرم خو د هر څه نه مخکې غواړم چې په ترهګرو لعنت ووایم. لعنت دې وي په ترهګرو چې بې ګناه انسانان وژني. بس دی نور بې ګناه انسانان مه وژنئ.

د صباح ورځپاڼې ً د دیار باقر د خلکو لخوا ترهګرو او د هغوې ملاتړ کوونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د خلکو دیموکراتیک ګوند چې د سولې او یووالي پر ځای کندو، ترهګرۍ او جګړې ته مخه کړې ده د خلکو لخوا ورته سخت ځواب وویل شو. د خلکو دیموکراتیک ګوند او د پې کاکا ترهګري سازمان لاس پوڅو چې د خپلو شیطاني موخو په خاطر غوښتل چې د بې ګناه انسانانو نه کار واخلي د خلکو لخوا ورته سخت ځواب وویل شو. د خلکو ډیموکراتیک ګوند او پې کاکا لاسپوڅو د نوروز د لمانځنې په خاطر د دیارباقر ولایت د نوروز په پارک کې نوروز ولمانځه. د دبارباقر ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې تیر کال د نوروز د لمانځنې په مراسمو کې ۵۰۰ زرو تنو ګډون کړی وو چې سږ کال یواځې ۱۵ زرو تنو ګډون کړی وو.

د خبرترک ورځپاڼې ً د انرژۍ وزیر البیرق وویل چې چین ته به د سکرو په برخه کې همکارۍ ته بلنه ورکړي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د انرژۍ وزیر برات البیرق د انرژۍ په برخه کې چین ته د بلنې ورکولو په خاطر نوموړي هیواد ته سفر کوي. تمه کیږي چې البرق نن چین ته سفر وکړي او د مارچ تر ۲۵ مې نیټې په نوموړي هیواد کې لیدنې کتنې وکړي.

البیرق به د چین په پلازمینه بجینګ کې د باد د انرژۍ تر ټولو د لوی مرکز نه لیدنه وکړي. همداشان نوموړی به د چین د پراختیا د وزیر او یو زیات شمیر نورو چارواکیو سره وویني. برات البیرق به په ترکیه کې د انرژۍ په برخه کې د فرصتونو په اړه د چین سوداګرو او حکومت ته معلومات ورکړي. همداشان هغه به یو شمیر چینايي شرکتونه د پانګه والۍ په خاطر ترکیې ته بلنه ورکړي. هغه به ددې پروګرام په وروستي پړاو کې په چین کې د ډبرو سکرو د لویو لوی شرکتونو د چارواکیو سره وویني. دې شرکتونو ته به په ترکیه کې پانګه اچونې او په ګډه کار کولو ته بلنه ورکړي.

د سټار ورځپاڼې ً ترکیه د FX په نامه ځايي او ملي جنګي الوتکې جوړوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د دفاع صنایعو مستشار د FX په نامه د جنګي الوتکې د پروژې په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې په راتلونکې کې به د هیواد په هوایي ځواکونو کې د اف ۱۶ جنګي الوتکو ځای FX جنګي الوتکې ونیسي. هغه وویل چې مونږ د اف ۱۶ الوتکو نه ځیني سبقونه اخیستي دي. هغه وویل د هغه هیوادونو سره چې مونږ سره تکنالوژۍ د ټرانسفر په برخه کې کامله همکاري ونکړي په ګده کار ونکړو. هغه زیاته کړه چې د ملي جنګي الوتکې په ډیزاین کار روان دی او انشاالله چې تر ۲۰۱۹ کاله به پایته ورسیږي. هغه زیاته کړه چې تر ۲۰۲۳ کاله به لومړنۍ ملي جنګي الوتکه جوړه کړو. هغه وویل چې پدې برخه کې ډیر وروسته پاتې یو خو انشاالله چې د الوتکې جوړول به هم زده کړو او جوړه به يي کړو.

د وطن ورځپاڼې ً د ترکیې د هوايی کرښو په الوتکو کې ځانګړې ننداره ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د هالیود د سینما د نامتو باټمن ایند سوپرمن په نامه د سینمايي فلم سپانسري په غاړه اخیستې ده.

نوموړی سینمايي فلم به د مارچ په ۲۵ مه نیټه په سینماګانو کې ننداره ته د وړاندې کیدو سره سم د ترکش ایرلایین په الوتکو کې هم نندارې ته وړاندې شي.


پيوندونه: #ترکیه , #مطبوعات

اړوند خبرونه