د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

62149
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د هیواد ننیو ورځپاڼو ته لنډه کتنه
د اکشام ورځپاڼې ً د هیواد صادراتو ریکاټ ټینګ کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روان کال د اپریل په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله د هیواد د صادراتو کچه ۱۱ عشاریه ۵ سلنه لوړه شوې ده او ۱۳ میلیاردو ۱۵۳ میلیونو ډالرو ته رسیدلی دي. ورځپاڼې د هیواد د صادارتو د مجلس د ریس محمد بویوک ایکشي له قوله لیکلي دي چې د صادراتو په برخه کې د پسرلي هوا حاکمه ده . نوموړي وویل چې د روان میلادي کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله د صادراتو کچه ۹ عشاریه ۵ سلنه لوړه شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې د موټرو صادرات په لومړي کتار کې ځای لري. همداشان تیار لباسونه او نساجي په دویم او کیمیايي موادو صادرات بیا په دریم کتار کې ځای نیولی دی .
د سټار ورځپاڼې ً ترکیه د بې کارۍ پر وړاندې په مبارزه کې د اسلامي هیوادونو لپاره موډل هیواد دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي سره ددې چې په نړۍ کې د یوې اوږدې مودې راهیسې مالي بحران دوام لري خو ترکیې د بې کارۍ کچه د کنټرول لاندې نیولې ده . ترکیه د استخدام د کچې د لوړولو په برخه کې د سیمې د هیوادونو لپاره موډل هیواد دی .
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې کار موندنې ادارې ایش کور د اسلامي هیوادونو د احصایو د اقتصادي او ټولنیزو څیړونو او روزنیز مرکز په همکارۍ یوه غونډه جوړه کړه . پدې غونډه کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د شاوخوا شلو غړیو هیوادونو استازو ګډون کړی وو. ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د کار موندنې ادارې ګډونوالو ته د بې کارۍ سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې تجربې شریکې کړې.
د ملیت ورځپاڼې ً د جرمني چیبو شرکت تر ټولو زیات ترکي قهوه پلوري ً د سرلیک لاندې په خبر کې د چیبو د شرکت د ترکیې عمومي مدیر شنای کوچوک تانشو له قوله لیکلي دي چې د چیبو د قهوو پلورونکي شرکت په خپل لست کې د ترکي قهوې د شامولو په خاطر دوه کاله هڅې وکړې. نوموړي وویل چې په نړۍ کې د قهوې د تولید او خرڅلاو په برخه کې په لومړني کتار کې ځای لرو چې د شرکت مشرانو پریکړه وکړه چې د ترکي قهوې د خرڅلاو اجازه هم باید ترلاسه کړو. نوموړي وویل دم ګړۍ په ځانګړې توګه په ترکیه کې موږ تر ټولو زیات د ترکي قهوې تود بازار لرو.
د ینې شفق ورځپاڼې په خپله سپورتي پاڼه کې لیکلي دي د ترکیي نامتو فوټبالر اردا توران د اسپانیا د هیواد اتلاتیکو مادرید لوبډله د ۴۰ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلانو د لیګ پایلوبې ته ورسوله. ورځپاڼې لیکلي دي په اسپانیا کې ټول مطبوعات او خلک د اردا توران نه بحث کوي او وايي چې ترکي ستوري د اتلاتیکو مادرید لوبډله آسمان ته پورته کړه. ورځپاڼې لیکلي دي اردا توران لومړنی ترک فوټبالر دی چې په نړۍ کې د فوټبال د نامتو لوبډلو په پایلوبه کې ګول وهي.
اردا توران په نړۍ او په ځانګړې توګه په اروپا کې د ترکیې شمله لوړه کړه .

پيوندونه:

اړوند خبرونه