د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جنوبي افریقا د ولسمشر سیریل رامافوسا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان : پوره باور لري اسرائيل چې د بشريت ضد جرم يې کړى دى، هغه سزا به ووینې چې مستحق يې دى.

2093539
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جنوبي افریقا د ولسمشر سیریل رامافوسا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جنوبي افریقا د ولسمشر سیریل رامافوسا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

 ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه به د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې د جرم په خاطر د اسرائیلو د محکومولو په خاطر پوره هڅه وکړي.

ولسمشر اردوغان  د سویلي افریقا د جمهوریت  ولسمشر سیریل رامافوسا سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټيلیفوني خبرو کې پر فلسطین د اسرائیلو بریدونو، د تورکیې او سویلي افریقا جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې وشوې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر  اردوغان د جنوبي افريقې لخوا د اسرائيلو خلاف د عدالت په نړيواله محکمه کې د فلسطين د مظلومو فلسطينيانو د نسل وژنې په جرم د اقامه دعوا کولو نه هر کلی او ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې چې د قضيې بهير و ارزول شو، ولسمشر اردوغان وويل چې تورکيه به د نړيوالو قوانينو او بشري حقونو په رڼا کې د دغې عادلانه قضيې د پاى ته رسولو لپاره زياتې هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اسرائيل چې د بشريت ضد جرم يې کړى دى، هغه سزا ووینې چې مستحق يې دى.



اړوند خبرونه