اردوغان: د اسرائیلو لخوا پر غزې  بریدونه  په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي .

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې " د اسرائیلو لخوا پر غزې  بریدونه  چې په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي په هیڅډول د منلو وړ ندي."

2067342
اردوغان: د اسرائیلو لخوا پر غزې  بریدونه  په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي .

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې " د اسرائیلو لخوا پر غزې  بریدونه  چې په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي په هیڅډول د منلو وړ ندي."

ولسمشر اردوغان چې د الجزایر د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت  د ولسمشر  عبدالمصید طیبون  په بلنه  د تورکیې او الجزایر ترمنځه  د همکارۍ د عالي شورا په دوهمه  غونډه کې د ګډون په خاطر  الجزایر ته سفر کړی  د خپل سیال سره  د لیدنې نه وروسته  په ګډه خبري غونډه کې  ګډون وکړ.

اردوغان په خپله وینا کې د غزې په تړانګه کې د روغتونونو، عبادت ځایونه ، جوماتونو ، ښوونځیو او کډوالو پر کمپونو  چې باید په هره برخه کې امنیت تضمین وي بریدونه او په زور سره خلک کډوالۍ ته اړ شول یو ستر وحشت ، بې وجداني او بارباریت وباله.

ولسمشر اردوغان وویل چې  " د اسرائیلو لخوا پر غزې  بریدونه  چې په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي په هیڅډول د منلو وړ ندي."

اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې په ۱۹۶۷ کال کې د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه د فلسطین په سرحدونو کې د یوه فلسطیني دولت جوړول اوس ناگزیر دي، وویل چې دوی به په دې برخه کې خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي.

 (د یرغمل شویو د بیرته راستنیدو په اړه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د خبرو اترو په اړه) زمونږ د بهرنیو چارو وزیر او د ملي استخباراتو مشر دواړه د قطر سره په ګډ کار کې دې پروسې ته دوام ورکوي. ولسمشر  یادونه وکړه چې په غزه کې د دایمي اوربند ټینګول او سیمې ته د بشري مرستو رسول یې  د چارو په لومړیتوبونو کې قرار لري.

کوربه ولسمشر عبدالمصید تبون  بیا وویل چې "منځنی ختیځ د اتش فشان په څیر دی. دا ستونزه به یا (فلسطین) حلوي او یا به بل لور ته پرمختګ وکړي. موږ (د ولسمشر اردوغان سره) ټینګار وکړ چې په لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو ترهګري باید ودرول شي. موږ ټینګار وکړ چې دوی په غزه کې د نسل وژنې مسوول دي او باید د جرمونو په نړیواله محکمه کې محاکمه شي."



اړوند خبرونه