سویډن : په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب د بهیر نه به پوره ملاتړ وکړو
د تورکیې ، ناټو او سویډن ترمنځه په غونډه کې تورکیې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته اجازه ورکړه
![سویډن : په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب د بهیر نه به پوره ملاتړ وکړو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9a8e/c6e0/7819/64aceb94c259c.jpg?time=1718705500)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن په ویلنیس کې سره لیدنه وکړه.
د نوموړې ګډې درې اړخیزې لیدنې نه وروسته
په ویلنیس کې د تورکیې، سویډن او ناټو تر منځ د درې اړخیزې غونډې په ترڅ کې ویل شوي چې سویډن بیا ټینګار کړی چې د تروریستي سازمان YPG/PYD او FETO ملاتړ به نه کوي.
د تورکیې، سویډن او ناټو تر منځ د غونډې په ترڅ کې ویل شوي چې سویډن به په فعاله توګه د تورکیې د اروپايي ټولنې د غړیتوب د پروسې په شمول د ګمرکي اتحادیې د تازه کولو او د ویزو د معافیت ملاتړ وکړي .
د تورکیې، سویډن او ناټو تر منځ د درې اړخیزې غونډې وروسته په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې تورکیه به د سویډن د ناټو د الحاق پروتوکول د تورکیې ملي شورا ته واستوي او سویډن به په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب د هڅو ملاتړ وکړي ، ترڅو دا بهیر بیا ژوندی کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې تورکیې او سویډن موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال په مادرید کې د ناټو په سرمشریزه کې د جوړ شوي دایمي درې اړخیز ګډ میکانیزم او د دوه اړخیز امنیتي میکانیزم په چوکاټ کې همکارۍ ته دوام ورکړي چې په کال کې یو ځل د وزیرانو په کچه غونډه کوي او مناسب کاري ډلې تشکیلوي.
"د امنیتي کمیټې په لومړۍ غونډه کې، سویډن به د درې اړخیز یادداشت د ټولو عناصرو د بشپړ پلي کولو لپاره یوه نقشه وړاندې کړي چې د ترهګرۍ د ټولو بڼو پر خلاف د مبارزې بڼسټ جوړوي. همداشان سویډن د د وای پي جي او پي وای ډي فتو ترهګري سازمان باندې مشهور د فتح الله ګولن سازمان نه د ملاتړ د نه کولو ژمنه وکړه. تورکیه او سویډن موافقه وکړه چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي او دا یوه اوږدمهاله هڅه ده چې په ناټو کې د سویډن له الحاق وروسته به دوام وکړي."
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورکیې او سویډن د تورکیې او سویډن د ګډې اقتصادي او سوداګریزې کمېټې (JETCO) له لارې د اقتصادي همکاریو پر زیاتولو هم هوکړه کړې او دواړه لوري به د دوه اړخیزو سوداګرۍ او پانګونې د زیاتولو لپاره د فرصتونو د اعظمي کولو لپاره لارې چارې لټوي.
"سویډن به د وترکیې او اروپايي ټولنې د ګمرکونو اتحادیې تازه کولو او د ویزې د معافیت په شمول د اروپایی اتحادیې د الحاق بهیر بیا ژوندي کولو نه پوره ملاتړ وکړي. په دې اساس او د یورو اتلانتیک سیمې د مخنیوي او دفاعي اړتیاو په شرایطو کې، تورکیه به د سویډن ملاتړ وکړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718705500)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718705500)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.