تورکیې د اسرائیلي‌ یهودانو لخوا پر قرانکریم برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د اسرائیلو لخوا د اشغال شوي فلسطین په عوریف ښار کې یو جومات کې یهودانو لخوا په  قران کریم برید او سوځولو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

2003392
تورکیې د اسرائیلي‌ یهودانو لخوا پر قرانکریم برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

 تورکیې د اسرائیلو لخوا د اشغال شوي فلسطین په عوریف ښار کې یو جومات کې یهودانو لخوا په  قران کریم برید او سوځولو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د یهوديانو لخوا پر قرانکریم د برید په اړه بیان خپور کړی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌  چې په دې وروستيو ورځو کې په لويديځه تراړه  تاوتريخوالي کچه یو ځل بیا لوړه شوې  ده چې تورکیه پدې اړه ډیره اندیښمنه ده .

"موږ د اسرائیلو تر نیواک لاندې د فلسطین په عوریف ښار کې د یهودیانو د یوې ډلې لخوا یو جومات ته د ننوتو او زموږ پر سپیڅلي کتاب قرآن کریم باندې د برید غندنه کوو. موږ تمه لرو چې د دغه نه منلو وړ کرکې او جنایت عاملین هر څه ژر ونیول شي‌ او د عدالت منګولو ته وسپارل شي. یو ځل بیا په لویدیځه تراړه کې، په مختلفو سیمو کې د یهودیانو  لخوا ترسره شوي بریدونه او د اسرائیلي ځواکونو لخوا د یو فلسطینی ملکي وژنه په کلکه غندو.

موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د اسرائیل دولت د نړیوالو قوانینو له مخې مکلفیت لري چې په اشغال شوي فلسطین کې د میشتو یهود.یانو له خوا د فلسطینیانو پر ځایي وګړو، د هغوی پر عبادتځایونو، د استوګنې پر ځایونو او ملکیتونو او له اسلام سره دښمنۍ په ګډون د کرکې وړ جنایتونو مخه ونیسي. تورکیه دا ټول په کلکه توګه غندي"



اړوند خبرونه