د تورکیې د هاتای ولایت یو دوو شدیدو زلزلو ولړزو

په تورکیه کې د نن ماسخوتن په دوو زلزلو کې په سلګونو تنه ټپیان شوي‌ دي

1948970
د تورکیې د هاتای ولایت یو دوو شدیدو زلزلو ولړزو
Hatay deprem
Hatay deprem

د تورکیې د هاتای ولایت یو ځل بیا دوو شدیدو زلزلو ولړزو.

نن دوشنبه د فبروري‌ ۲۰ مه نیټه د ماسخوتن په ۸ بجو او ۴ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۴ او د ماسخوتن د اتو بجو او ۷ دقیقو د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۸ په لویوالي‌ سره دویمه زلزله رامنځته شوه.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي‌ دي‌ چې  د لومړنۍ زلزلې مرکز د هاتای ولایت د دفنه ولسوالۍ او د دویمې زلزلې مرکز د هاتای ولایت د سامان داغ ولسوالۍ وه.

ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي‌ چې دا زلزلې د درې دقیقو په توپیر سره رامنځته شوي‌ دي.  لومړنۍ زلزله د مځکې لاندې په ۱۶ عشاریه ۷۴ کیلومترو په ژوروالي سره او دویمه زلزله بیا د مځکې لاندې په ۷ کیلومترۍ کې  رامنځته شوې ده .

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  وویل چې دا زلزلې مستقلې زلزلې وې او ننیو زلزلو نه وروسته ۲۶ ټکانونه رامنځته شوي‌ دي.

هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې دوو زلزلو کې زمونږ ۳ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۱۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. هغه زیاته کړه چې دم ګړۍ درې ودانۍ چپه شوي‌ دي‌ چې په درې واړو کې د لټون او ژغورنې عملیات پيل شوي‌ دي.

د زلزلو نه وروسته ۴۲ راپورونه ترلاسه شوي‌ چې ۳۹ کې د خدای په فضل کې جدي‌ کومه واقعه نده رامنځته شوې خو ۳ د ودانیو د چپه کیدو په اړه وې.

همداشان هغه د هاتای ولایت خلکو ته خبرداری ورکړ چې په هیڅډول دې خپلو زیانمن شوو ودانیو ته ندي‌ داخلیږي. ځکه چې ټکانونه دوام لري. همداشان د زیانمن شوو ودانیو نه باید هر سړی لرېوالی غوره کړي.

د ویلو ده چې د نوموړو دوو زلزلو په نتیجه کې هم ځیني‌ کسان ټپیان شوي‌ دي او روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

همداشان د زلزلې په نتیجه کې یوه ودانۍ چې په تیرو زلزلو کې ډیره زیاته زیانمنده شوې وه چپه شوې ده .


پيوندونه: #زلزله , #هاتای

اړوند خبرونه