په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۹۶۷۲ تنو ته لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلو له امله د مړو شمیره ۴۰ زرو تنو ته نږدې شوه

1948050
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۹۶۷۲ تنو ته لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۹۶۷۲ تنو ته لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې  په هیواد کې د رامنځته شوو زلزلو له امله  زمونږ ۳۹ زره او ۶۷۲ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان ۱۰۸ زره او ۶۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې چې د زلزلې له امله زیانمن شوي‌ دي‌ په  څه باندې ۲۰ زرو ودانیو کې د لټون او ژغورنې چارې ترسره شوي‌ دي.

هغه وویل چې په ډیرو سیمو کې د لټون او ژغورنې چارې پایته رسیدلي‌ دي‌ او د چپه شوو ودانیو د پاتې شونو  د لرې کولو په چارو پيل شوی دی.

همداشان ۲۲۰ زره تنه  زلزله ځپلې نورو ولایتونو ته انتقال شوي دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه