په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۸۰۴۴ تنو ته لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې نه ۱۱ ورځې وروسته یوه میرمن د چپه شوو ودانیو د خاورو او ملبې لاندې نه ژوندۍ راوایستل شوه

1947511
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۸۰۴۴ تنو ته لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۸۰۴۴ تنو ته لوړه شوه.

د تورکیې  ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په هیواد کې  د زلزولو په  نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې  په هیواد کې د رامنځته شوو زلزلو له امله  زمونږ ۳۸ زره او ۴۴ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د فبروري د شپږمې نیټې د دوو سترو زلزلو نه وروسته ۳۲۰۰ نورې زلزلې او ټکانونه رامنځته شوي دي.

پرون د ماسخوتن په ساعتونو کې  په هاتای ولایت او شاوخوا سیمو کې د ریښتر په کچه د پنځه عشاریه یو په شدت سره زلزله رامنځته شوه.

د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي‌ دي‌ چې پدې زلزلو کې ۱۰۸زره او ۶۸ تنه ټپیان شوي‌ دي.

همداشان ۲۲۰ زره تنه  زلزله ځپلې نورو ولایتونو ته انتقال شوي دي.

د بله پلوه په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیات اوس هم دوام لري.

د زلزلې نه پوره ۲۵۸ ساعته وروسته  یوه ښځه  ژوندۍ وژغورل شوه. د ویلو ده چې ژغورنې ډلو د نسلي خان کلچ  په نامه یوه ښځه چې ۲۵۸ ساعته د خاور لاندې وه ژوندۍ راویسته او روغتون ته انتقال کړه.

نوموړې ښځې د زلزلې په مرکز قهرمان ماراش ولایت کې  د چپه شوو ودانیو د خاورو او ملبې لاندې نه ژغورل شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د فبروري‌ په شپږمه نیټه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو د تورکیې سویل ختیځ ولایتونه د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزول. همداشان د لومړۍ زلزلې نه ۹ ساعته وروسته د ماسپخین په ۱ بجه او ۲۵ دقیقو د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي‌ سره دویمه زلزله رامنځته شوه.

د ویلو ده چې په لومړنۍ زلزله کې ډیری ودانۍ چې زیانمنې شوې وې په دویمې زلزلې په بشپړه توګه چپه کړې.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه